اکسفام: جګړې د افغان ښځو حقونه له 'خطر' سره مخامخ کړي

ښځې د انځور حقوق Getty Images
Image caption اکسفام په افغانستان کې شته نا امنۍ، د قانون بشپړ نه حاکمیت، جبري ودونه، ټولنیز محدودیتونه او د ښځو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي د کچې کموالي د افغان مېرمنو په وړاندې نورې لويې ستونزې یادې کړي.

یوې برتانیا مېشتې ټولنې اکسفام اندېښنه ښودلې چې له افغانستان نه د ناټو له وتلو او واک ته د طالبانو له ممکنه رسېدو وروسته ښايي د افغان ښځو تازه ترلاسه شوي حقونه او ازادۍ له خطر سره مخامخ شي.

اکسفام پر نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ کړی چې دغو دواړو حالاتو ته په پام سره د افغان ښځو د ترلاسه شوو ازادیو او حقونو د ساتلو کلکه ژمنه ورکړي.

اکسفام په خپل یوه تازه خپاره شوي راپور کې دا نیوکه هم کړې چې د تېرو پنځو کلونو پرتله اوس په حکومتي ادارو کې د ښځینه وو کارکوونکو کچه سمه نیمايي را لوېدلې ده.

اکسفام دغه شاوخوا ۱۰۰ مخییز راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانو له ګڼو راپورونو او د شاوخوا ۴۰ ښځینه وو افغان فعالانو د مرکې پربنسټ چمتو کړی دی.

راپور د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل، کورني جنګونه او طالب نظام رانغاړي.

د افغان ښځو وضعیت او د هغوی پر وړاندې پرتې ستونزې، د ۲۱ پېړۍ له لومړۍ لسیزې سره پرتله کړي دي.

۲۰۱۴ کال او د ښځو حقونه

راپور په تېرې یوې لسیزې کې په سیاسي، معارف، روغتیا او اقتصادي برخو کې د افغان ښځو وضعیت او لاس ته راوړنې، تر دې د مخکنیو لسیزو پرتله د پام وړ او ښې بللي دي.

خو د اکسفام د راپور له مخې افغان ښځو اندېښنه ښودلې چې په ۲۰۱۴ کال کې به له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او په یو ډول نه یو ډول واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښايي د دوی ترلاسه شوي حقونه او لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.

د دې راپور یوې چمتو کوونکې اورځلااشرف پر ملګرو ملتونو او افغان حکومت غږ وکړ چې د افغان ښځو د حقونو او په دغه برخه کې د وروستیو پرمختګونو د ساتلو کلک ضمانت وکړي:

''یو بین المللي کنفرانس په مخ کې لرو، د بن کنفرانس، هلته هم د بین الملل پر استازو غږ کوو چې دوی باید یو تعهد د افغانستان خلکو ته ورکړي، هم د ښځو د حقونو د ساتلو او هم په تېرو لسو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د حکومت د لاس ته راوړنو لکه صحي، روغتیايي، معارف او داسې نور، دغه لاس ته راوړنې باید سوال لاندې رانه شي او موږ باید هغه حالت ته ور ونه ګرځو چې یو نجلۍ ونشي کولای چې تعلیم ترلاسه کړي.

هغه حق چې هم اسلام راکړی او هم قانون، موږ هېچا ته هم دا حق نه ورکوو چې دا بېرته له موږ واخلي.''

د انځور حقوق AP
Image caption د اکسفام د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۱ لومړي کال نه تر ۲۰۰۶ کاله پورې ۳۱ فیصده افغان ښځو په حکومتي ادارو کې کار کاوه خو اوس دغه شمېره شاوخوا ۱۸ فیصدو ته را ښکته شوې ده.

اورځلا اشرف په کابل کې له بي بي سي د یوې مرکې په ترڅ کې د خپل خپاره شوي رپوټ جزییات وړاندې کول.

اور ځلا اشرف دا خبره هم وکړه چې د ۲۰۰۶ کال په نسبت په روان کال کې په افغان حکومتي ادارو کې د ښځینه وو کارکوونکو شمېر کم شوی دی.

د اکسفام د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۱ لومړي کال نه تر ۲۰۰۶ کاله پورې ۳۱ فیصده افغان ښځو په حکومتي ادارو کې کار کاوه خو اوس دغه شمېره شاوخوا ۱۸ فیصدو ته را ښکته شوې ده.

اکسفام په افغانستان کې شته نا امنۍ، د قانون بشپړ نه حاکمیت، جبري ودونه، ټولنیز محدودیتونه او د ښځو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي د کچې کموالي د افغان مېرمنو په وړاندې نورې لويې ستونزې یادې کړي.

اورځلا اشرف وویل، دوی به د خپل دغه رپورټ یوه کاپي ملګرو ملتونو او افغان حکومت ته هم سپاري او د ټولو بهرنیو او کورنیو رسنیو په واک کې به یې هم ورکوي.

ورته مطالب