افغانستان کې د امریکا د شتون ستونزه

امریکايي پوځيان افغانستان کې د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې وروستیو کې امریکايي ''رانډ کارپورېشن'' انستېتیوت په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي وو چې د امریکا متحده ایالتونه باید افغانستان کې خبرو ته د وسله والو طالبانو د راماتولو لپاره د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

د افغانستان په جګړه کې د متحده ایالتونو تر لس کلنې ښکېلتیا وروسته او د طالبانو د نويو تاکتیکي بریدونو په ډېرېدو سره، په دې وروستیو کې امریکا له دغه هېواده د وتلو لپاره له افغانستان سره پر سټراټيژيک تړون کار کوي.

که څه هم واشنګټن په ښکاره وايي چې افغانستان کې دايمي پوځي اډې نه غواړي، خو د شنونکو او څارونکو په اند، دغه رسمي دريځ د هغوی د موخو د حقیقت موندنې انعکاس نه دی.

د امریکا متحده ایالتونه د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه افغانستان ته تر ننوتلو وروسته د طالبانو د نظام په ړنګولو وتوانېده.

د هغه وخت امریکايي دفاع وزیر ډونالډ رمسفیلډ ددغه هېواد د راتلونکي ټيکاو په کیسه کې نه و، بلکې هغه پخپل یوه پیغام کې ټينګار کاوه چې ''افغانستان کې باید عصري دولت جوړ شي.''

سیاسي کاربوه سیت جونز په دې اند دی چې هغه مهال د رمسفیلډ دا وینا ''ددې انعکاس و چې ګني امریکا افغانستان کې ډېره نه پاتېږي.''

په داسې حال کې چې افغانستان ته څه کم شل زره بهرني پوځيان واستول شول، خو د امریکا متحده ایالتونه په ۲۰۰۵ کال د طالبانو له خونړیو بریدونو سره مخامخ وه، چې د جونز په وینا، ځينو تېروتنو د روانې شخړې د اوږېدو لپاره لاره هواره کړه.

جونز زیاتوي، طالبانو له ستونزې پرته پټن ځایونه وموندل ''دوی په داسې سیمو کې جګړه پیل کړه چې د دوی رسېدل هم ورته ناممکن وو.''

د امریکایانو او د هغوی د نړیوالو انډیوالانو دا تمه برعکس وختله چې ګني د مرکزي حکومت په جوړېدو به ستونزه هواره شي.

جونز وايي، د افغانستان حالاتو ته په کتو سره، د دوی دا تمه غلطه وه؛ ځکه چې په وینا یې ''د افغانستان په ټول تاریخ کې هېڅ کوم مرکزي دولت نه و.''

د یاغیتوب خوځښت

د یاغیتوب خوځښت له دې کبله هم زور ونیو، چې ګني د امریکایانو د وتلو اوازې شوې، خو واشنګټن ته دا ستونزمنه وه، چې د افغانستان او عراق دواړه جګړې پرمخ بوځي.

په ۲۰۰۷ کال د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر امیرالبحر مایک مولن ومنله چې ''په عراق کې هغه څه کوو، چې باید ویې کړو، خو افغانستان کې له وس سره سم کار کوو.''

په عراق کې د یاغیانو له نسبتاً ارامېدو وروسته امریکا افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو اعلان وکړ، چې هلته تر ۲۰۱۴ کال پورې د بهرنیانو تر وتلو پورې افغان ځواکونه په یوازې سره مبارزې ته چمتو کړي.

خو امریکا ته متوجه ګواښ دا و چې ګني د بهرنیانو له وتلو وروسته به دغه هېواد یوځل بیا ناامنه او کورنۍ جګړې به پکې پیل شي.

د بګرام اډه

د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون په لړ کې کابل او واشنګټن ته دا پوښتنه راپورته شوې چې په راتلونکې کې به امریکا افغانستان کې کابو داسې لس اډې جوړوي چې د امریکا له کوچنیو ښارونو سره مساوي دي.

د افغانستان د چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې واشنګټن د کابل په شمال کې د بګرام د هوايي اډې په څېر افغانستان کې د ټینګو اډو جوړولو لپاره تیاری نیسي.

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر کرزي دې پوښتنې ته چې ایا له امریکایانو سره د دښمنۍ د اعلان لپاره وروستی دریځ دی، په مسکا سره وویل ''اندېښمه مه کوﺉ، دوی به هېڅکله افغانستان پرېنږدي.''

د بګرام په امریکايي اډه کې تر دېرشو زرو ډېر پوځيان، ملکي کسان او امریکايي قراردادیان بوخت دي.

دا مهال د کابل او واشنګټن ترمنځ تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ګډ سټراټيژيک تړون په اړه هلې ځلې روانې دي، خو داسې ښکاري چې ددغه تړون په مخ کې خنډونه راپورته شوي.

ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالتونو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د کابل له خوا د تړون په تړاو ور وړاندې شوي شرطونه رد کړي.

په دغو شرطونو کې یو دا هم دی چې بهرني ځواکونه باید د افغانستان د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي، او یوازې د افغان چارواکو په موافقې سره عملیات وکړي.

ولسمشر کرزي دې پوښتنې ته چې ایا له امریکایانو سره د دښمنۍ د اعلان لپاره وروستی دریځ دی، په مسکا سره وویل ''اندېښمه مه کوﺉ، دوی به هېڅکله افغانستان پرېنږدي.''

په کابل کې د امریکا سفیر رایان کروکر وویل ''د خبرو پرمهال دواړه غاړې د ناممکنو څیزونو غوښتنه کوي خو هڅه کېږي چې یوې منځلارې موافقې ته ورسېږي.''

واشنګټن او کابل

یوه امریکايي چارواکي - چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې- ویلي، له افغان ځواکونو سره د امریکا د راتلونکو پوځي مرستو د کچې پر سر هم د واشنګټن او کابل اختلاف دی.

امریکا وايي چې د ۲۰۱۱ کال ترپایه یې د افغاني ځواکونو پر روزنې د لګښت کچه شاوخوا ۱۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

خو د امریکا په دفاع وزارت کې یوه چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته منلې چې له ۲۰۱۴ وروسته د سټراټيژيک تړون یوه ماده دا هم ده چې د امریکايي او افغان ځواکونو لپاره به د همکارۍ ''ګډ بنسټیز'' کارونه کېږي.

سرچینه زیاتوي، د امریکایانو رول به یوازې افغان ځواکونو ته د معلوماتو پر ورکولو راټول وي، هوايي او لوجستيکي ملاتړ به یې کوي.

ورته مطالب