افغانستان د کرېکټ دوستانه لوبه پر وسټنډيز وبايلله

افغان کرېکټ د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سر ۲۵۰ مڼډې وکړې چې سيالې لوبډلې يې دغه هدف په وروستي توپ پوره کړ.

د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې په يوه سخته يو ورځنۍ دوستانه سيالۍ کې د وسټنډيز د کرکټ د ملي لوبډلې له لوري ماتې وخوړه.

په دبۍ کې د پنځوسو اوورونو د دغې سيالۍ وروستي توپ د لوبې پايله اعلان کړه. د پنځوسم اوور اخري توپ وو او د وېسټنډيز لوبډلې ته دوه منډې پاتې وې چې بېټسمن يا منډې جوړونکي پوره کړې.

د لوبې پيلولو لپاره شېرخط یا ټاس افغان لوبډلې وګاټه او پخپله يې لومړی د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان له لوري د بېټنګ په برخه کې کپتان نوروز منګل ښه وځلېد او د وسټنډيز د بالرانو پر خلاف پر کريځ يا مېدان ودريد او په يوازې سر يې ۹۷ منډې پرې جوړې کړې.

په لوبه کې بل ښه ځلېدلی افغان لوبغاړی جاوېد احمدي وو چې نوی ملي لوبډلې ته ورغلی دی، ده هم سيال بالران ښه وټکول او وروسته له نیمه سليزې يا ۵۰ منډو وسوځېد.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اوورونو کې ټولټال ۲۴۹ منډې وکړې، چې د وېسټنډيز په څېر لوبډلې پر خلاف ډېرې زياتې بلل کېدلې.

تر دې وروسته وېسټنډيز خپل بېټنګ پيل کړ. افغان بالرانو وخت په وخت د وېسټنډيز لوبغاړي سوځول او په ازادانه ډول يې بېټنګ کولو ته نه پرېښودل.

د افغان بالرانو همدا زيات زيار وو چې لوبه يې تر وروستي توپ يا باله ورسوله او پرېکړه په وروستي توپ د وېسټنډيز په ګټه تمامه شوه.

افغان بالرانو وکولی شول چې د وېسټنډيز پنځه لوبغاړي وسوځوي.

ورته مطالب