ولسمشر کرزي هند ته خپل سفر پيل کړ

کرزی، سنګهـ
Image caption حامد کرزی به په هند کې د امنيت او پراختيا په اړه څو تړونه لاسليک کړي.

ټاکل شوې افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته د خپل سفر پر مهال له هندي چارواکو سره مهمې خبرې وکړي او دواړه هېوادونه د امنيت او د مرستو د پراختيا په برخه کې څو تړونونه هم سره لاسليک کړي.

هند په افغانستان کې ډېر مهم رول لوبوي او لا له وړاندې یې له افغانستان سره د شاوخوا دوه ميليارده ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

داسې اټکلونه هم دي چې ښايي افغان ولسمشر حامد کرزی له هندي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون پر سر هم خبرې وکړي.

ولسمشر کرزی پر داسې مهال هند ته سفر کوي چې هېواد يې له يوه حساس پړاو نه تېريږي. په وروستيو اوونيو کې په کابل کې د لوړې کچې پلان شوي بريدونه وشول او دا وخت د کابل او اسلام اباد اړيکې په بد حالت کې دي.

ښاغلي کرزي په خپله تازه وينا کې ويلي چې حکومت به يې د افغانستان د راتلونکې، ټاکلو په اړه له امريکا، اروپا او هند سره نژدې کار وکړي.

په هند کې کتونکي دغو پرمختياوو ته په کتو په افغانستان کې د هند رول ډېر مهم بولي.

ډيلی هم دغه راز د افغانستان او پاکستان دواړو د امنيت په اړه اندېښنه ښوولې، په ځانګړې توګه کله چې بهرني ځواکونه له سيمې وځي.

ولسمشر کرزی به د خپل سفر پر مهال د هند له لومړي وزير منموهن سنګهـ سره وګوري او ډېرې هغه پرمختيايي پروژې به ورسره لاسليک کړي چې پیسې يې هند ورکوي.

هند ته د ولسمشر کرزي سفر په افغانستان کې له وروستيو بريدونو او د کابل او اسلام اباد د اړيکو له خړپړېدو وړاندې پلان شوی وو.

ورته مطالب