صلاح الدين رباني د جمعیت سرپرست وټاکل شو

صلاح الدين
Image caption صلاح الدين رباني اوس په ترکيه کې د افغانستان د سفير په توګه دنده تر سره کوي.

د اسلامي جمعيت ګوند دارلانشاء د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني مشر زوی صلاح الدين رباني د دغه ګوند سرپرست ټاکلی دی.

دی به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې د اسلامي جمعيت ګوند موقت مشر وي.

صلاح الدين رباني اوس په ترکيه کې د افغانستان د سفير په توګه دنده تر سره کوي.

تېره مياشت د برهان الدين رباني له وژلو وروسته په جمعیت کې د مشرتابه تشه رامنځته شوه چې د ډکولو په اړه بېلا بېلې پوښتنې کېدلې.

په راتلونکو دوو میاشتو کې به د جمعيت ګوند ملي اسامبله را وغواړي او د دغه ګوند لپاره به دايمي مشر وټاکي.

د اسلامي جمعيت د ګوند بنسټ په ۱۳۵۰ لمريز کال کې برهان الدين رباني کېښود.

د دغه ګوند د راتلونکي مشر په اړه بېلا بېل اټکلونه دي چې د بلخ د اوسني والي عطاء محمد نور نوم هم په کې يادېږي.

جمعيت اسلامي پر افغانستان د روسانو د تيري پر مهال د مجاهدينو له لويو ډلو څخه ګڼل کېده او اوس هم په افغانستان کې د فعالو ډلو په کتار کې دی.

ورته مطالب