ناټو : د حقاني شبکه خطرناکه ده او باید له منځه یوړل شي

د انځور حقوق Other
Image caption ناټو وایې د حقاني شبکه د پاکستان له استخباراتو سره اړیکې لري او ډیره خطرناکه ده

په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه وايي، حقاني شبکه له پولې اخوا د پاکستان په خاوره کې په خپلو اصلي پټنځیونو کې زرګونه فعال غړي لري.

نړیوالو ځواکونو د حقانِي شبکی وروستیو څرګندونو ته په خپل لومړي غبرګون کې وویل، چې له څو کلونو راهیسې د پاکستان د ای ایس ای او القاعده شبکې د دغې شبکې ملاتړ کوي او په منځني ختیځ کې یې یو شمیر کړۍ مالي ملاتړ کوي.

په افغانستان کې دایساف ځواکوانو ویاند جنرال کارسټن جاکوبسن بي بي سي ته وویل، چې د حقاني شبکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې خوندي پټنځیونه جوړکړي اوغواړي دخپلو فعالیتون لمن لا هم پراخه کړي.

(( موږ داسې اټکل کوو، چې دغه شبکه اوس شاوخوا ۲۵۰۰ غړي په افغانستان کې او شاوخوا ۷۵۰۰ غړي د پولې اخوا لري))

د ایساف ویاند وايي، چې د پاکستان استخباراتي ډله له اوږدې مودې راهیسې له حقاني شبکې سره اړیکې لري.

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني بي بي سي ته څو ورځې وړاندې ویلي و، چې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته یې د پاکستان له استخباراتو سره داسې اړیکې نه دي ټینګي کړي، چې د دغې شبکې لپاره ګټورې وي .

حقاني وايي، د امریکا په ګډون اسلامي او نا اسلامي هېوادونو له دوی سره اړیکه نیولې او له دوی غواړي، چې له طالبانو سره اړیکې پرې او د افغانستان په حکومت کې مهمه ونډه واخلي.

جنرال جاکوبسن خبرداری ورکړ، چې د دغې ډلې فعالیتونه، نه یواځې د سیمې لپاره بلکې د ده په وینا د ټولې نړۍ لپاره خطرناک دي.

افغان او ناټو چارواکي ټینګار کوي، چې حقاني شبکه په ویرونکوعملیاتو، دسړک غاړي دمینونو په ښخولو ، د پيژندلو شوو څیرو په ترور او په افغانستان کې پربهرنیو ځواکو بریدونو کې مهم رول ولري.

له دې سره سره ، په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند ټینګار کوي، چې د حقاني شبکې وروستۍ څرګندونې به دنړیوالو ځواکونو په چلند کې کوم بدلون را نه وړي او په وینا یې دد غې شبکې پرضد په خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب