سراج الاخبار سل کلن شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د انځور حقوق bbc
Image caption 'سراج الاخبار' نشریه د خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره یوه وسیله وه.

سل کاله وړاندي یانې د ۱۲۸۴ کال د میزان تلې په شپاړسمه نیټه د سراج الاخبار د لومړنۍ ګڼي په راوتلو سره د افغانستان په تاریخ او رسنیو کې یو مهم اساس کیښودل شو .

دغه جریده د امیر حبیب اله خان د واکمنۍ پر مهال په دوو مرحلو کې د کابل په سنګي مطبعه کې چاپ سوه . لومړنی ځل یې د سراج الاخبار افغانستان په نوم د مولوي عبدالروف کندهاري ، چې په خاکي مشهور وو، چاپ او وویشل سوه . دغه ګڼه په ۳۶ مخونو کې وه چې بیلا بیل موضوعات پکښي ځای سوي ول او بیه یې یوه عباسي وه .

خو د لومړۍ ګڼې له خپریدو سره ددې نشریې په چارو کې ځنډ راغلی ، د تاریخ پوهانو باور دادی چې د خپلواکۍ غوښتني د ذهنیت د خپریدو د مخنیوي لپاره امیر حبیب اله د انګریزانو تر فشار لاندي راغی او د نورو ګڼو د چاپ چاري یې ودرولې .

شپږ کاله وروسته یانې په ۱۲۹۰ کال کې محمود طرزي ددې نشرېې چاري پر مخ یوړي او د سراج الاخبار په نوم یې دا لړۍ له سره پیل کړه .

څیړونکي وایې د سراج الاخبار خپریدو د افغانستان د ژورنالیزم په اصولو کې یو نوی باب پرانیست چې ټول ادبي او ژورنالستیکي ژانرونه یې رانغاړل.

پدې جریدې کې کورني او بهرني خبرونو ، هنر او ادبیاتو ، روغتیا ، د ښڅو او ماشومانو په اړه ځانګرو خپرونو ته ځای ورکړل سوی وو .

په عمومي ډول سراج الاخبار د خلکو فکرونه له نړیوالو صنعتي پرمختګونو سره هم آشنا کول . د سیاست په ډګر کې یې د حی علی الفلاح مقالې په خپرولو سره د وطن پالنې روحیې ته وده ورکوله او د خپلواکۍ نارې به یې وهلې .

د لومړي ځل لپاره د پښتو ژبي لیکنې په منثور او منظوم ډول پدغې نشریې کې راغلي او تر ډیره به انقلابي شعرونه لیکل کیدل . ژب پوهان محمود طرزي هغه بریالی مبارز بولي چې د هیواد د خپلواکۍ تر څنګ یې د کلتور ، ژبي او ادب د پیاوړتیا لپاره هم نه هیریدونکې هلي ځلي کړي دي .

كه څه هم په سراج الاخبار كې خپاره شوي شعرونه دومره شهرت نه لري،هنري اړخ يې كمزورى دى،خو دا شعرونه د مضمون او متحوى،فكر او مانا له مخې د هغو شعرونو سره جوت بريد جوړوي چې تل يې دګل او بلبل مينې او ښكلا،ستاينو او غندنو،وياړنو او ويرونو پرته نور څه نه پيژندل او دا لومړۍ هڅه وه چې په پښتو كې د نوي سياسي او ټولنيز شعر بنسټ كيښودل شو او د سراج الاخبار شپږ كلنه دوره د نوي رياليستيك پښتو او دري ادب لپاره يو تمريني او ازمايشي دوره وه .

د انځور حقوق bbc
Image caption د سراج الاخبار مطالبو په پآکستان ، هند ، ایران ، ترکیه ، مصر او آن انګلستان کې لوستونکي درلودل

پښتانه خپله پښتو باندې ژوندي دي

بي پښتو پښتانه خپلو كې پردي دي

په پښتو دوى د يو بل سره وروري كړي

چي په مينځ كې يې پښتو وي ابدالي دي

پښتو ژبه ده هم لار د پښتنو ده

چي پښتو وركول غواړي اجنبي دي

سربیره پر ژبي او ادبیاتو پدغې نشریې کې د مطالبو اوډون پداسي مهارت سوی چې د یو شمیر استادانو په خبره د ژورنالیزم اصولو ته پکښي په بشپړه توګه پاملرنه سوې ده .

تاریخ پوهان وایې د سراج الاخبار فني کیفیت له دوو کلونو وروسته له ډبرین چاپ څخه حروفي چاپ ته پورته سو او د لومړي ځل لپاره د امیر حبیب اله عکس پکښي چاپ سو .

په ځانګړي ډول هغه مهال د خلکو تر منځ یو باور دا وو چې د امیر یا پاچا په لیدو سره د عامو وګړو د ګناهونو کچه راکښته کیږي ، نو دې باور ته په کتو چې په یوه بشپړه پاڼه کې به د امیر انځور ځای سوی وو ، ویل کیږي چې دغه انځورونه به خلکو د تبرک په ډول په سترګو پوري مښل .

پدې نشریې کې د افغانستا ن د تاریخي سیمو او ودانیو انځورونه هم راغلي . نو ویلی سو چې لدې سره د افغانستان چاپي مطبوعاتو ته یو نوی رنګ ورکړل سو او تر اوسه دوام لري .

موخه :

ددې نشریې چې د ویش لمن یې آن تر لویدیځو هیوادونو غځیدلې وه ، موخه څه وو ؟

تاریخ پوهان لیکي ، کله چې امیر حبیب واکمنۍ ته رسیږي ، نرم او محافظه کارانه سیاست غوره کوي او یو شمیر عمراني کارونه پیلوي . په همدې وخت کې ددوی په خبره د روڼ اندو لپاره د فعالیت زمینه برابریږي او بلاخره خپلې موخې د هیواد د خپلواکۍ اخستلو پر محور راټولوي . ددې موخې لپاره لومړنی ګام ددوی پّ باور د سراج الاخبار ټولني جوړول وه چې په ۱۹۰۵ کال کې یې رسما فعالیت پیل کړ .

همدې ټولني د خپلو فعالیتونو د خپراوي لپاره یوې نشریې ته اړتیا درلوده چې همداسي یې وکړه .

د کابل پوهنتون استاد پوهندوی محمد رسول باوري هم وایې چې سراج الاخبار په هیواد کې د نوښت د پیل لپاره یوه وسیله وه چې هغه مهال د سیمي په کچه ددې نوښت غوښتني راپورته سوي وې.

د انځور حقوق bbc
Image caption حی علی الفلاح د خپلواکۍ غوښتني لپاره د ویښوونکو مقالو پاڼه ده

محمود طرزي د خپلواکۍ تر څنګ په هیواد کې د مدرنیزم رواجول هم دخپلو اهدافو یوه لویه برخه ګرځولې وه او د نورو هیوادونو د پرمختګونو په اړه به یې خلکو ته معلومات ورکول .

که څه هم سراج الاخبار ، په افغانستان کې د نالوستو کسانو د شمیر د ډیروالي له کبله ډیر لوستونکي نه درلودل خو لدې سره سره یې د پام وړ اغیز کړی دی .

دغه جریده به په ایران ، هند ، منځنۍ آسیا . ترکیه ، مصر او آن انګلستان کې لوستونکي درلودل ، خو په تیره بیا په هند او پاکستان کې تاریخ پوه حبیب اله رفیع واېې د سراج الاخبار کاپیانې به په هند کې د پښتنو لاسته ورتله او پښتو انقلابي پاروونکو شعرونو او مقالو به یې انګریزان غوصه کول . نو ځکه به یې د وخت واکمن امیر حبیب اله تر فشار لاندي راوړ چې د سراج الاخبار چاپ او نشر بند کړي ، امیر به همدا کول او محمود طرزي به یې لدې کاره را ګرځاوه ، خو د ښآغلي رفیع په خبره طرزي د یو ګام شاته دوه ګامه وړاندي سیاست په خپلولو سره خپلې مبارزې ته یې تر هغه دوام ورکړ چې خپلواکي ترلاسه سوه .

څیړونکي وایې د آزادۍ غوښتني مبارزه له لویه سره په دریو کړیو کې راپورته سوه ، لومړۍ د دربار دننه یوه کړۍ وه چې دننه په دربار کې د اصلاحاتو او نوښت غوښتونکي ول ، بله کړې په حبیبیې لیسې کې وه چې د څیړونکو په باور د هیواد په کچه یې نوښت ته لاره هواروله ، خو دریمه برخه هغه کسان ول چې په انفرادي ډول د هیواد له بیلا بیلو برخو پدې مبارزې پسې راوتلي ول .

څیړونکي وایې ددغو کړیو د ږغ او هیلو یوځای کیدنه هغه ستونزه وه چې د محمود طرزي او د هغه د همکارانو په وړاندي یې یو بل خنډ جوړ کړی وو . خو ښآغلی رفیع وایې محمود طرزي د دربار د دننه کړۍ په ملاتړ ځان امیر ته نزدې کړی وو .

لاسته راوړنې :

اصلاحات ، ډیموکراسي پلي کول ، مدرنیزم او تر ټولو مهمه د امیر حبیب اله خان د حکومت ړنګول او د امان اله خان واکمني چې هغه پخپله د حبیبیې لیسې د آزادې غوښتونکې کړۍ یو غړی وو ، د سراج الاخبار په وسیله د محمود طرزي لویې لاسته راوړني بلل کیږي .

د بیان ازادي او د انتقادي ژبې کارول هم هغه څه دي چې د رسنیو په ډګر کې ښه پایله درلوده او دا لړۍ تراوسه دوام لري . سره لدې چې د رسنیو اساس کیښودل سو خو

خو ښاغلی باوري پدې اند دی چې له اوسنیو رسنیو سره د سراج الاخبار لوی توپیر دادی چې اوسنۍ رسنۍ یو عمومي او اساسي هدف پر مخ نه وړي بلکې دده په خبره تر ډیره شخصي ګټو ته پام کیږي .

په عمومي ډول یوه منل سوې خبره دا ده چې محمود طرزي د خپلو ټولو هڅو په سر کې یو شعار درلود چې هغه د پوهني پیاوړتیا وه . دا چې دغه شعار او دا هڅي په تیرو سلو کلونو کې څه ثمره لري ، ښآغلی باوري وایې هغسي چې د پوهني د لمني پراخولو په برخه کې د سل کلن سفر څخه تمه کیدله ، اوسنی پرمختګ آن په نشت کې حسابیږي .

سراج الاخبار اته کاله دوام وکړ او وروستۍ ګڼه یې د ۱۲۹۷ کال د لیندې د میاشتې په ۲۲ نیټه راووتله . لکه څنګه چې محمد کا ظم آهنګ د ژورنالیزم د تاریخ په اړه پّ خپل کتاب کې لیکلي چې محمود طرزي د هیواد خپلواکۍ ته د رسیدو لپاره سراج الاخبار را وایست ، خو په ۱۹۱۹ کال کې د خپلواکۍ تر اعلان راوروسته د سراج ااخبار په نوم نشرات بند سول .

خو تاریخ پوهان وایې ددغې نشریې اهداف د امان افغان په نوم یوې بلې جریدې په عملي بڼه پر مخ یوړلې . او په لسو کلونو کې یې ډیري لاسته راوړنې لرلې .