د پوهني وزارت: تر راتلونکو دریو کلونو به هرافغان ښوونکی کور ولري

د انځور حقوق bbc
Image caption په کابل کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه

بل پلو د پوهنې وزرارت وايي تر راتلونکو دریو کلونو به هیڅ ښوونکی په افغانستان کې د بې کورۍ ستونزه ونه لري.

د پوهني وزارت دا خبره په کابل کې د سولي او سواد زده کړې په ملي کنفرانس کې وکړه چې په همدې ورځ د کابل په بیلا بیلو ښوونځیو کې د ښوونکي ورځ هم ولمانځل شوه .

دی وایې لسګونو زره ښوونکو ته د روزنې ترڅنګ ۱۳۴ زره ښوونکو ته د رتبو او معاشونو امکانات په نوي سیستم کې شامل شوي .

د افغانستان د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ د سولې او سواد زده کړې ملي کنفرانس ته وویل چې د دوی د پرله پسې هڅو سره سره لا هم په هېواد کې شاوخوا پنځه سوه ښوونځي تړلي پاتې دي.

د ښوونکو او زده کوونکو ژوند ته لا هم ګواښونه موجود دي.

ښاغلی وردګ وايي لا هم په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه تنه د سواد زده کړې له نعمته بې برخې دي.

دی وایې یواځې په روان کال کې شپږ سوه زرو کسانو ته د سواد زده کړې زمینه برابره شوې، چې ددې شمېر شپیته سلنه یې مېرمنې دي.

د پوهني وزیر وایې تر راتلونکو نهو کلونو پوري به د اتلسو څخه تر پنځه څلوېښت کلنو کسانو تر منځ د بې سوادۍ کچه ډېره راټیټه شي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي هم دا مني چې حکومت په تېرو لسو کلونو کې د پوهنې لپاره ډېر کار کړی خو ده دا هڅې کافي ونه بللې.

دولت لا تراوسه هم په دې نه دی توانېدلی ټولو په شرایطو وړ کسانو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ زمینه برابره کړي، خو دولت هوډ لري چې هر کال خپل ظرفیتونه لوړ کړي.

ښاغلي خلیلي ددې کار یو اصلي لامل په هېواد کې روانه ناامني او تاوتریخوالی وباله.

د افغانستان د ځینو جنوبي سیمو اوسیدونکي د ښوونځیو د تړل کېدو له امله خپل کور کلي پرې ایښي او ښارونو ته یې مخه کړې ده.

د افغانستان د وردګو ولایت د پوهنې ریاست کارکونکي وايي د دوی په ولایت کې زده کړو ته د خلکو لېوالتیا ډېره زیاته ده، خو د ښوونیز نصاب او نورو آسانتیاوو له کمښته شکایت کوي.

بل پلو د پوهنې وزرارت وايي تر راتلونکو دریو کلونو به هیڅ ښوونکی په افغانستان کې د بې کورۍ ستونزه ونه لري.

دا مهال په افغانستان کې څه باندې اته میلیونه زده کوونکي په شاوخوا څوارلس زره ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

ددې تر څنګ هر کال شپږ سوه زره تنو ته د سواد زده کړې کورسونه هم جوړیږي، چې د یوسل او نوي زره ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کیږي.

ورته مطالب