پر افغانستان د امریکا د بریدونو ټیک لس کاله تېرېږي

Image caption د سترگو په رپ کې کابل او د افغانستان نور لوى ښارونه د اور په لمبو کېوتل. د طالبانو مقاومت مات شو او په څو اوونيو کې يې کابل پرېښود.

نن له هغې نېټې ټيک لس کاله پوره شول چې امريکا او ملگرو يې په افغانستان کې د طالبانو د پرزولو لپاره د تلپاتې آزادۍ په نامه عمليات پيل کړل.

د عملياتو دليل دا و چې طالبان له القاعدې سره پر خپلې ملگرتيا ټينگ پاتې شول او د امريکا غوښتنه يې ونه منله.

غوښتنه ساده او په ډانگ پېيلې وه او د هغه مهال امريکايي ولسمشر جورج بوش واوروله. واشنگټن ته د رد ځواب د جنگ مانا درلوده:

د سترگو په رپ کې کابل او د افغانستان نور لوى ښارونه د اور په لمبو کېوتل. د طالبانو مقاومت مات شو او په څو اوونيو کې يې کابل پرېښود.

د بي بي سي خبريال جان سېمپسن د هغو لومړنيو کسانو په ډله کې و چې پر ٢٠٠١ کال کابل ته ننه وت. لس کاله وروسته دى بيا پر خپلو خاطرو تېر شوى دى:

لس کاله وړاندې له کابله د طالبانو تر وتلو وروسته لومړنيو ساعتونو کې په خلکو کې نه هېرېدونکې خوشالي او هوسايي ليدل کېده، په هغو خلکو کې چې پنځه اوږده کلونه يې د طالبانو مقررات پر ځان منلي وو.

د هغو له مخې پتنگ الوزول بند و، د شپيلي په کولو يا د سندرو په زمزمه کولو يا تر ښنگري د پاسه د بدن د پوستکي په برسېره کېدو او يا د کوم ژوندي موجود د عکس يا انځور په درلودو، سړى د ټولو تر مخه په درو وهل کېدلى شو. دا نظام څومره چې بې مانا و، دومره بېرحمه هم و.

هغه څوک چې د جنايتکوونکو د پښو يا مړوندو د غوڅولو مسوول و، د روغتيا وزارت پر څوکۍ کېنول شوى و .

نو کله چې طالبان له کابل نه ايستل کېدل، ما داسې انگېرله چې په خپل ژوند کې به هم بېرته راستانه نشي، خو البته چې راستانه شول او دليل يې تر څه ځايه د عراق جگړه وه.

که څه هم دلته مېشت امريکايي او برتانوي ډېپلماتان پر دې ډېر سخت قهرېږي، خو واشنگټن او لندن افغانستان ته هغه مهال بيخي شا کړې وه. او البته چې په لومړي سر کې يې داسې دلايل هم نه درلودل چې دا ټکي يې په ياد پاتې شي. د برتانيا د د فاع وزير جان رييډ هغه مشهوره خبره ده چې پر ٢٠٠٦ کال يې کړې وه:

برتانوي ځواکونه دلته په بيا رغاونه کې د مرستې لپاره پراته دي. دوى به – د هغه په وينا – بيخي خوشحاله وي چې آن يو ډز هم ونکړي او له دې هيواه ووځي.

که څه هم دا خبرې وروسته په بې انصافۍ سره د هغه پر ضد وکارېدې، خو د هغه مهال چارې دغه ډول برېښېدې. عراق د ډزو جگړه وه، دلته د نښتو زور ناست و. خو حالت تر ډېره داسې پاتې نشو. طالبان د جنگياليو په توگه هغه مهال دومره ښه نه و او جگړې ورته خپلو متحدانو گټلې خو وروسته ښه شول ، ډېر ښه شول.

مرستې ته يې د اسلامي رضاکارانو بهير رامات شو. د بم جوړونې مهارت يې خورا وده وکړه. په دې ورځو کې دننه په کابل کې حيرانوونکي بريدونه کوي او برېښي دا چې لاس يې نژدې هر ځاى ته رسېږي.

Image caption د افغانستان په روانه جګړه کې تر اوسه ۲۵۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي، چې ډېری یې امریکایان دي.

ښه نو، کله چې امريکاييان، برتانويان او نور پر ٢٠١٤ کال ووځي، امکان شته چې طالبان، لکه د مخکې ځل په څېر، بېرته واک تر لاسه کړي؟ ماته لا هم ددې منل گران ايسي، مگر دا چې په خبرو او تړون وشي.

کابل دادى په يوه عصري ښار اوړي، طالبان له سياسي پلوه د تېرې زمانې خبره ده، سره له دې چې اوس په جگړو کې پياوړي شوي دي.

له بهر نه د لويو پانگو بهير هم راروان دى او شک نشته چې لوېديځ به افغانستان بيا لکه د ٨٩ کال - د روسانو د وتلو د مهال يا د ٢٠٠١ کال په څېر هېر نکړي چې طالبان پکې پرزول شوي وو.

اعتراف کوم چې زما په زړه کې هم نه تېرېده چې طالبان به په کوم ډول چې بيا راغلل، بېرته راستانه شي. ما هم، د برتانويانو، امريکاييانو، روسانو او ان د ستر سکندر تر زمانې لکه د نورو دا زوړ متل هېر کړى و چې"افغانستان ته ورتلى شئ، خو د نيولو هڅه يې هېڅکله ونکړئ!"

ورته مطالب