مکرېسټل: امریکا افغانستان کې 'خپلو ټولو اهدافو ' ته نه ده رسېدلې

مکرېسټل
Image caption جنرال مکرېسټل د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېسټې ته وویل، تر ټولو لویه ستونزه د یوه داسې قانوني دولت حکومت جوړول دي، چې عام افغان باور پرې وکړای شي او د طالبانو د نفوذ پرتله مساوي نفوذ ولري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان ویلي، پر افغانستان د امریکا له برید لس کاله وروسته اوس هم امریکاپه افغانستان کې په بریالي ډول سره د شخړو د پای ته رسولو لپاره معلومات نه لري.

جنرال سټېنلي مکرېسټل ویلي، چې امریکا له خپلو ملکرو سره په افغانستان کې د ده په باور د یوه قانوني حکومت په رامنځ ته کولو او د نورو موخو په تر لاسه کولو کې لا اوس هم په نیمه لار کې پاتې دي.

د سپتمبر له ۱۱ وروسته، په افغانستان د امریکا د بریدو موخه د اسامه بن لادن له منځه وړل و، چې هغه وخت طالبانو ځای ورکړی وو.

که څه د طالبان رژیم په څو اوونیو کې رانسکور شو، خو په افغانستان کې د شخړو دوام یوې لسیزې ته ورسېد.

جنرال مکرېسټل ویلي، امریکا او ناټو متحدین یې افغانستان کې د خپلو اهدافو نیمايي برخې ته رسېدلي دي:

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې تر پېښو وروسته، د ''تلپاتې ازادۍ'' په نامه د عملیاتو موخه د اسامه پسې اخیستل او د طالبانو له منځه وړل وو.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په یوازې تېرو پنځو کلونو کې د جګړې له کبله تر ۱۰۰۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

همدارنګه، د افغانستان په روانه جګړه کې تر اوسه ۲۵۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي، چې ډېری یې امریکایان دي.

افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا د ویتنام تر جګړې ډېر وخت ونیو، چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.

'لږ پوهه'

جنرال مکرېسټل د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېسټې ته وویل، تر ټولو لویه ستونزه د یوه داسې قانوني دولت حکومت جوړول دي، چې عام افغان باور پرې وکړای شي او د طالبانو د نفوذ پرتله مساوي نفوذ ولري:

''موږ نه پوهېدو څه کفایت کوي، او لاهم نه پوهېږو. زما په ګډون موږ ټول د وضعیت او تاریخ په اړه ناخبره یو، او د اوسني ۵۰ کلن تاریخ په تړاو موږ ډېر لږ پوهېږو. ''

جنرال مکرېسټل دا څرګندونې د مرستندیه ټولنو د هغه راپور تر خپرېدا وروسته کړې، چې وايي له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرسره سره سره په دغه هېواد کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

''اکبر'' یا د افغانانو لپاره د مرستو د هغمږۍ نادولتې ادارې په خپله نظرپوښتنه کې، چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې یې ترسره کړې، ویلي په تېرو لسو کلونو کې د پوهنې او روغتیا د خدمتونو کیفیت ټیټ و.

لږ لاسته راوړنې

Image caption د افغانستان په روانه جګړه کې تر اوسه ۲۵۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي، چې ډېری یې امریکایان دي.

په کابل کې د بي بي سي خبریال پاول ووډ وايي، لوېديځ چارواکي اندېښمن دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د هېواد په یو شمېر سیمو کې ناامنۍ دوام وکړي.

نوموړی وايي، له طالبانو سره د سولې له خبرو پرته په دغه هېواد کې جګړنه نه ختمېدونکې ده.

له افغانستان سره په تېرو لسکو کالو کې شاوخوا ۵۷ میلیارد ډالر مرسته شوې، خو په دغه هېواد ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

د بېلګې په توګه، ۸۰٪ افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې ۲۰۰۱ کې یوازې نهه سلنه افغانانو روغتیايي خدمتونه درلودل.

ورته مطالب