فهیم: له کرزي د معجزې تمه مه کوﺉ

ښاغلی فهیم د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، که چېرې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورنه کړي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته وضعیت به د اوسني وضعیت په څېر وي.

مارشال محمد قسیم فهیم له بي بي سي سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، که چېرې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورنه کړي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به د هېواد وضعیت د اوسني وضعیت په څېر وي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د تېرو لسو کالو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، لاهم ګڼې ستونزې د هېواد پر اوږو پرتې دي.

نوموړي د افغانستان د راتلونکو اندېښنو په تړاو وویل، افغانان باید له کرزي څخه د معجزې تمه ونه لري:

''د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره ټولو ستونزو ته یو کس اوږه نه شي ورکولای. دلته ګاونډي هېوادونه په زغرده لاسوهنه کوي. افغانستان کې لاهم سیاسي، امنيتي او اقتصادي ثبات نه دی راغلی. تر ټولو مهمه دا چې دلته ګڼ هېوادونه حضور لري، چې هر یو یې د خپلو ګټو پر بنسټ فعالیت کوي. د دا ډول ځای کنټرولو ستونزمن کار دی او له کرزي باید د دا ډول معجزې تمه ونه شي. ''

د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته وکړه، خو ددولت ګڼ نیوکه کوونکي په دې باور دي چې لوی فساد او کمزوري مدیریت له دغو مرستو د سمې ګټې اخیستو مخه ډب کړې ده.

یو شمېر سیاسي مخالفان د اوسني وضعیت اصلي پړه ددولت پر اوسنیو مشرانو اچوي، خو ښاغلی فهیم دې ټکي ته په بل نظر ګوري:

''زیاتره سیاسي شخصیتونه او ځوانان چې هرڅه ژر ترلاسه کړي، زما اندېښنه دا ده که چېرې نن نظام وپرځېږي، هېڅ داسې ډله نه شته، چې د اوسني دولت ځای ډک کړي.''

د ناامنیو دوام او له افغان او بهرنیو ځواکونو سره د اورپکو نښتې د افغانستان د دولت لپاره پر یوه لوی سرخوږي اوښتي دي.

د لسو کالو په تېرېدو سره، اوس دولت د یوې سوله ییزې لارې په لټه کې دی. دا هغه هڅې دي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مسالې سره هممهاله پرمخ وړل کېږي.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، که چېرې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورنه کړي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته وضعیت به د اوسني وضعیت په څېر وي.

ګڼ افغانان هم دې ته ورته اندېښنه لري، او وايي چې نړیواله ټولنه باید د تېر وخت تېروتنې تکرار کړي.

د زیاتره افغانانو په باور، که چېرې نړیواله ټولنه افغانان یوازې پرېږدي، د لسو کالو لاسته راوړنې به یې له ګواښ سره مخامخ او په اوبو لاهو شي.

ورته مطالب