کرزی: افغانانو ته په امنیت راوستو کې پاتې راغلو

افغان پولیس
Image caption په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر لویو ښارونو کې لوی ډله ییز خونړي بریدونه وشول، پوځي موخې په نښه شوې، او یو شمېر جګپوړي افغان چارواکي ووژل شول.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، حکومت یې او ناټو ځواکونه د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته په تېرو لسو کلونو کې افغانانانو ته د امنیت راوستو کې پاتې راغلي.

نوموړي دا څرګندونې بي بي سي ته په یوه مرکه کې کړې، او پاکستان یې د اورپکو په ملاتړ پړ وباله، چې په وینا یې په دغه هېواد کې د اورپکو پټن ځایونه باید له منځه یوړل شي.

ښاغلي کرزي د بي بي سي دې پوښتنې چې په تېرو لسو کلونو کې او يا له لسو کلونو زياته موده کېږي چې تا ته د افغانستان مسووليت در له غاړې دی؟ له تا به څه په ميراث پاتې شي؟ خلک به ستا د دورې په اړه څه وايي؟ وویل:

''د کرزي د ولسمشرۍ دوره چې تېره ده. د کرزي دورې يو ځلې بيا افغانستان د ټولو افغانانو په کور بدل کړ. هر افغان ازاد دی چې افغانستان ته راشي، دلته ژوند وکړي، کار وکړي او په سياست کې ونډه واخلي. ''

''مخکې به که يوه ډله په واک کې وه بله خوا به محرومه وه. دوی به د مخالفې ډلې له لوري وېرول کېدل. هغو طالبانو چې په افغانستان او يا هم په کابل کې ژوند کول غوره کړل د نورو په څېر کولی شي د هرې موضوع په اړه خپل نظر څرګند کړي، په داسې حال کې چې د طالبانو پر مهال ځينې کسان د بي بي سي راډيو په اورېدو هم وژل شوي.''

''اوس په افغانستان کې ژوند د پخوا په پرتله ډېر ښه دی، او تر ټولو مهمه تمه لا دا چې افغانستان يو ځلې بيا د هغو ټولو کور دی چې څوک دلته ژوند کول غواړي. دويم دا چې دغه هېواد ښه اقتصادي پرمختګ کړی دی.''

''دريم دا چې د افغانستان په تاريخ کې موږ د زده کړې لپاره دومره زيات فرصت نه وو تر لاسه کړی، او دغه راز د کار ډګر ته د زياتو ځوانانو ورتګ هم يوه لاسته راوړنه ده.''

''زموږ تر ټولو سترې ستونزې او تر ټولو لويې نيمګړتياوې چې په هغه کې زموږ نړيوال انډيوالان هم راسره دي هغه زموږ د وړتياوو نشتوالی او په ټول افغانستان کې د امنيت په راوستو کې پاتې راتلل دي.''

د نوموړي څرګندونې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مخکني عمومي قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل تر هغې وینا وروسته راغلې، چې وايي ناټو او متحدین یې افغانستان کې له خپلو اهدافو لیرې دي.

'د پاکستان ملاتړ'

له بي بي سي سره ولسمشر کرزي په مرکه کې د افغانستان د اوسني ناامنۍ پړه پر پوځي ستراتيژۍ واچوله، چې په وینا یې ددغې تګلارې له مخې نه یوازې طالبان ختم نه شول، بلکې د پاکستان په قبایلي سیمو کې اورپکو خوندي ځایونه جوړ کړل.

د هغه خبرې تر ډېره د افغانستان پر اوسنیو حالاتو راټولې وې.

هغه لاهم هیله من ښکارېده او د روغتیا، ښوونې او روزنې او اقتصاد په څېر برخو کې د خپل حکومت پر یو لړ لاسته راوړنو یې ویاړل.

داسې اټکل و، چې ګني ولسمشر کرزی به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم پر واک د پاتې کېدو لپاره تر خپله وسه هلې ځلې وکړي.

خو له بهرنیو رسنیو سره تر څو میاشتو پورې هغه پخپله لومړۍ مرکه کې ټينګار کاوه، چې نور پر واک د پاتې کېدو لېوالتیا نه لري، بلکې د یوه مناسب ځایناستي هیله لري.

لویه ناکامي

که څه هم حامد کرزی د ښوونې روزنې او روغتیا په برخه کې د خپل حکومت د لاسته راوړنې یادوي، خو د امنیت نه راتګ خپله لویه ناکامي بولي:

Image caption حامد کرزي دا هم ومنله، چې د سولې د ستر مرکچي برهان الدین رباني تر وژل کېدا وروسته له طالبانو سره د خبرو اترو مساله حساس پړاو ته رسېدلې ده، خو زیاته یې کړه چې ''دوی دې پته راکړي، ځای دې راوښي، چې موږ خبرې ورسره وکړو.''

''موږ افغانانو ته د امنیت په راوستو کې ډېرې هلې ځلې وکړې، خو په هېواد کې امنیت نه راتلل زموږ د حکومت او نړیوالو ملګرو تر ټولو لویه ناکامي وه. ''

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر لویو ښارونو کې لوی ډله ییز خونړي بریدونه وشول، پوځي موخې په نښه شوې، او یو شمېر جګپوړي افغان چارواکي ووژل شول.

حامد کرزی وايي، دا یوه ''لویه نیمګړتیا'' وه، چې طالبانو د لویو بریدونو توان وموند، خو زیاتوي چې ''دا ستونزې له بهره راغلې'' او د تور ګوته یې په زغره د پاکستان پر لور ونیوله.

''د افغانستان او طالبانو په تړاو پاکستان کې عامه نظر دا دی چې طالبان د پاکستان له ملاتړ پرته خپله ګوته هم نه شي پورته کولای. ''

حامد کرزي وویل، د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر له افغانستان سره د ښو اړیکو لرلو لېوالتیا لري، خو په ټینګار یې وویل پاکستان کې د طالبانو پټن ځایونه تر هغه نه شي ختمېدای، چې د پاکستان حکومت له افغاني ادارې سره لاس یو نه کړي.

پاکستاني چارواکي د طالبانو د ملاتړ هر راز تور ردوي.

حامد کرزي دا هم ومنله، چې د سولې د ستر مرکچي برهان الدین رباني تر وژل کېدا وروسته له طالبانو سره د خبرو اترو مساله حساس پړاو ته رسېدلې ده، خو زیاته یې کړه چې ''دوی دې پته راکړي، ځای دې راوښي، چې موږ خبرې ورسره وکړو.''

ورته مطالب