پخوانی افغان-روسی عسکر: ناټو تېروتنې کړې

اولګ کلکوف پنجشېر ولایت کی.
Image caption ښاغلی کلکوف وايي، نن له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت دی. اوس داسې ښکاري چې دوی د سیمه ییزو مشرانو او سیاست والو د هیلو پرضد دي.

د مسکو په پوځي انستېتیوت کې د اولګ کلکوف تر لومړني کال وروسته د ۲۲ کلنۍ په عمر هغه کابل ته استول شوی و.

په ۱۹۸۰ کال هغه په افغانستان کې د شوروي او افغان ځواکونو له قومندانانو سره د ژباړن په توګه کار پیل کړ.

خو د جګړې پر ډګر حقیقت او خبرې په دفتر کې د کار پرتله توپیر درلود، هغه په جګړه ییز ډګر کې څه باندې پنځه کاله تېر کړل، درې ځلې ټپي شو.

په ۱۹۸۹ کال له افغانستان څخه د وخت د شوروي اتحاد د مشر میخاییل ګورباچوف په امر د ځواکونو له کتار سره له افغانستان څخه ووت.

خو په ۱۹۹۰ کال یوځل بیا افغانستان کې کورنیو جګړو زور واخیست او تېر تاریخ یې خلکو ته ورپه زړه کړ.

اولګ کلکوف وايي: ''هېچا هم نور پر افغانستان پورې له تړلو موضوعاتو سره دلچسپي نه لرله.''

یوه لسیزه وروسته، کله چې افغانستان یوځل بیا د جګړې ډګر شو، د اولګ کلکوف دا نظر یوځل بیا ارزښت پیدا کړ چې د وخت شوروي اتحاد پر افغانستان د یرغل کولو لویه تېروتنه وکړه.

خو اوس، ډګروال کلکوف ډېر محترم سړی دی او په روم کې د ناټو په دفاعي اکاډيمۍ او د پاریس په 'ایکول میلیټرې' کې لیکچر ورکوي.

خو هغه وايي چې په ۸۰مه لسیزه د وخت د شوروي اتحاد له کړنو څخه د امریکا په مشرۍ د طالبانو پرضد ایتلافي ځواکونو له دې کړنو سمه ګټه وانخیسته.

''دوی هم هغه تېروتنې وکړې، چې موږ په لومړي سر کې کړې وې. او کله چې تاسې افغانستان کې تېروتنه کوﺉ، نور داسې فرصت نه لرﺉ، مګر خپله لومړنۍ تېروتنه جبران کړﺉ.''

د شخړې زیاتېدل

د شوروي پوځ د ژباړن په حیث د کلونو پرمهال، ښاغلي کلکوف د افغان پوځ د قومندانانو په لیکو کې ورځې او میاشتې تېرې کړې، له دغو افغان قومندانانو یو هم شهنواز تڼی و، چې بیا وروسته د افغانستان د ملي پوځ مشر شو.

نوموړی په پوځي ډګر کې مخکې و، او په ۱۹۹۰ کال یې د هغه وخت د افغان ولسمشر نجیب الله پرضد د کودتا هڅه وکړه، خو تر پاتې راتلو وروسته پاکستان ته ولاړ.

ښاغلی کلکوف وايي، یوه بهرني کس، په ځانګړې توګه لوېديځ ته افغانستان کې د سیاسي او پوځي ځواکونو پر پېچلتیا پوهېدل یوه پېلچې موضوع ده. هغه په دې باور دی چې هلته د ستونزو حل ناممکن کار دی.

Image caption یوه لسیزه وروسته، کله چې افغانستان یوځل بیا د جګړې ډګر شو، د اولګ کلکوف دا نظر یوځل بیا ارزښت پیدا کړ چې د وخت شوروي اتحاد پر افغانستان د یرغل کولو لویه تېروتنه وکړه.

''د شخړې کورنی جوړښت د کلونو په تېرېدو سره بدلېږي، خو پخپله شخړه هېڅ حل نه لري. په ۱۹۸۹ کال هم دغه شخړه د شوروي ځواکونو د شتون پرمهال موجوده وه او زه باور نه کوم چې دا شخړه به تر ۲۰۱۴ کال پورې حل شي.''

د دویم پلان نشتوالی

د اولګ کلکوف په یاد دي چې د ۸۰مې لسیزې په پیل کې د شوروي د هغه وخت د پوځ د قومندانانو ترمنځ د ماتې او نهیلۍ څپې مخ پر ډېرېدو شوه.

دوی له افغانستان څخه د وتلو په اړه خبرې کولې ان تر هغه چې د افغانستان له خاورې د شوروي اتحاد وروستی ټانک ووت:

''د شوروي اتحاد د پوځ جګپوړي او منځ مهاله پوړونه ډېر ژر وپوهېدل چې یرغل یوه سیاسي تېروتنه وه. دوی یې په اړه خبرې نه شوای کولای؛ ځکه چې کمونیستي ګوند یې په اړه د خبرو اجازه نه ورکوله.''

نوموړی زیاتوي: ''خو دوی دا په ډاګه ولیدل، د شوروي اتحاد افغانستان ته د خپلو پوځيانو په استولو سره د یوې سیاسي ادارې تحمیلول غوښتل، خو دې کار هېڅ امکان نه درلود او نه امکان لري. ''

دغه روسی ډګروال وايي، چې د امریکا په پوځ کې یې هم ددا ډول نهیلۍ او ماتې خوړلو نښې لیدلې دي. امریکايي او روسي چارواکو افغانستان ته په تګ کې بل پلان نه درلود، همدا ده چې دوی به خپلو موخو ته ژر ونه رسېږي.

''موږ دواړو پرخپل ځان ډاډ درلود. لوی او ځواکمن ملتونه لویې ستونزې حل کولای شي.''

Image caption د شوروي پوځ د ژباړن په حیث د کلونو پرمهال، ښاغلي کلکوف د افغان پوځ د قومندانانو په لیکو کې ورځې او میاشتې تېرې کړې، له دغو افغان قومندانانو یو هم شهنواز تڼی و، چې بیا وروسته د افغانستان د ملي پوځ مشر شو.

''پر خپل ځان ډاډ تر هغې کچې پورې و، چې نه د شوروي قومندانانو او نه هم د ناټو مشرانو له افغانستان څخه د وتلو ستراتيژي درلوده. نو دوی د جګړې په ډګر کې د وتلو تګلاره غوره کړه، دا یې بله تېروتنه ده. ''

نور بهرني ځواکونه

ښاغلی کلکوف وايي، نن له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت دی. اوس داسې ښکاري چې دوی د سیمه ییزو مشرانو او سیاست والو د هیلو پرضد دي.

''اوس په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون لپاره سیمه ییز ځواکونه لېواله دي، او لانور ځواکونه غواړي. ''

''د بهرنیو ځواکونو شتون د دوی لپاره حیاتي بڼه لري؛ چې خپلې ستونزې یې په حضور کې حل کړي، دوی ورپورې نښتي دي.''

ډګروال کلکوف وايي: ''روسیه یو داسې باثباته افغانستان غواړي، چې د ټولو ډلو موازنه پکې وساتل شي، خو د سولې په بهیر کې د همکارۍ لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې له شخړې ځان لیرې وساتي. ''