د ۲۰۱۱ کال د سولې نوبل جایزې درو ښځو ته ورکړل شوې

جانسن سیرلیف، ګبوی او کرمان
Image caption د نوبل جایزو جرګه ګۍ ویلي، دا درې ښځې یې ځکه د نوبل جایزې ته غوره کړېو چې په سوله ییز ډول یې د ښځو د حقونو د خونديتوب او د سولې په برخه کې تر خپله وسه هلې ځلې کړې دي.

د ۲۰۱۱ کال د سولې د نوبل جایزې درو ښځو ته ورکړل شوې.

په دغو ښځو کې د لیبریا ولسمشره الین جانسن سیرلیف او لیبرالي فعاله لیما ګبوی او د یمن یوه فعاله او د بشري حقونو مدافعه توکل کرمان شاملې دي.

د نوبل جایزو جرګه ګۍ ویلي، دا درې ښځې یې ځکه د نوبل جایزې ته غوره کړېو چې په سوله ییز ډول یې د ښځو د حقونو د خونديتوب او د سولې په برخه کې تر خپله وسه هلې ځلې کړې دي.

د ویلو ده چې کرمان د دیموکراسۍ په پلوۍ یوه فعاله ښځه ده او لیبریايۍ ولسمشره هغه لومړنۍ ښځه ده، چې پخپل هېواد کې ولسمشرۍ ته ورسېده او د هغې یوه بله وطنداره ګبوی هم د سولې یوه فعاله ده.

۳۲ کلنه توکل کرمان درې ماشومان لري او د ټلوالې د اصلاح غوښتونکي اسلامي ګوند غړې هم ده.

کرمان د سیاسي فعالیت ترڅنګ، د خبریالۍ چارې هم پرمخ وړي، او د ولسمشر علي عبدالله صالح پرضد یې ښه کمپاین کړی.

خو د یمن د محصلینو د لاریون مشرتابه هغه تورنه کړې، چې ګني د شخصي ګټو لپاره هلې ځلې کوي.

Image caption په تېره جنورۍ کې یمني چارواکو کرمان له دې کبله ونیوه، چې ګني د حکومت پرضد مظاهرې تنظيموي.

کرمان د لومړي ځل لپاره د علي عبدالله صالح پرضد د صنعاء پوهنتون په انګړ کې د مظاهرې د سمبالولو چارې پرمخ بوتلې.

"تاريخي لاسته راوړنه "

په تېره جنورۍ کې یمني چارواکو کرمان له دې کبله ونیوه، چې ګني د حکومت پرضد مظاهرې تنظيموي.

نوموړې د ''له کړۍ پرته خبریالانې'' ټولنې مشري هم کوي، چې د یمن د لاریونونو پرمهال یې د برتانیا ګارډین ورځپاڼې ته مقالې هم لیکلې دي.

هغې په دې مقاله کې ویلي ''زموږ د پاڅون پروړندې صالح نه شي ټینګېدای. موږ د یمن یووالی غواړو، زموږ هلې ځلې یوازې د ولسمشر د لیرې کولو لپاره دي، که دا کار وشي، دا به یوه تاريخي لاسته راوړنه وي.''

ورته مطالب