افغانستان د واکسین د نړیوالې ټولنې سلاکار غړی شو

واکسین د انځور حقوق AFP
Image caption د واکسين نړيواله ټولنه په نړيواله کچه تر ټولو ستره مرستندويه ټولنه ياديږي چې په تېرو لسو کالو کې يې له ۷۲ هېوادونو سره د واکسين وېشلو په برخه کې مرستې کړې دي.

افغانستان د لومړي ځل لپاره د واکسين د نړيوالې ټولنې د مشورتي جرګه ګۍ غړيتوب تر لاسه کړ.

دا رنگه دغه هېواد به له دې وروسته د يو کال په ترڅ کې د نړيوال روغتيايي سازمان د حوزوي غونډو د مرستيالۍ دنده په غاړه ولري.

افغانستان د واکسين د نړيوالې ټولنې پۀ مشورتي حرگه گۍ کې له غړيتوب وروسته کولاى شي چې په سيمه ييزو هيوادونو کې د واکسين د بهير د پلي کولو مشري وکړي.

افغان چارواکي وايي چې ماشومانو ته د واکسينونو ورکول که له يوې خوا ارزانه پرېوځي، نو له بلې ډډې تر ډېره بريده کولاى شي چې په هغو کې د مړينې کچه راښکته کړي.

نو ځکه دغه چارواکي وايي چې په دې توګه به افغانان و توانېږي چې د بېلابېلو ناروغيو په وړاندې د دغو واکیسنونو څرنگوالي او څومره والي ته تر پخوا ډېر پام واړوي.

د عامې روغتيا سرپرسته وزيره ثريا دليل وايي چې تر اوسه پورې د واکسين نړيوالې ټولنې د ۹۱ میليونو ډالرو په شاوخوا کې له هغوى سره مرسته کړې:

''افغانستان د حوزې د نماينده په توگه وپېژندل شو، چې د واکسين په بين المللي بورد کې د مديترانې د شرقي حوزې نماينده گي کوي، دغه ائتلاف د واکسين په برخه کې ستر مرستندوى نهاد دى چې په تېرو لسو کالو کې يې له ۷۲ هېوادونو سره مرستې کړي دي، او افغانستان هم له دغه هېواده ۹۱ میليونه ډالره مرسته تر لاسه کړې ده.''

Image caption د ثریا دلیل له نظره، افغانان بايد دې ته چمتو وي چې دغو دواړو نړيوالو مسؤوليتونو ته اوږه ورکړي او د خپل هېواد لپاره زياتې نړيوالې مرستې راماتې کړي.

اغلې دليل ډېره هيله منه وه چې د واکسين په نړيواله ټولنه کې د غړيتوب تر څنگ د نړيوال روغتيايي سازمان په خوزوي غونډو کې هېواد ته يې د مرستيالۍ دنده ورکړل شوې.

د هغې له نظره، افغانان بايد دې ته چمتو وي چې دغو دواړو نړيوالو مسؤوليتونو ته اوږه ورکړي او د خپل هېواد لپاره زياتې نړيوالې مرستې راماتې کړي.

که څه هم په دغو دواړو نړيوالو ټولنو کې د افغانستان ورګډېدل لويه لاسته راوړنه بلل کېږي، خو د په دغه هېواد کې روغتيايي چارواکي وايي چې د واکسين په نړيواله ټولنه کې د افغانستان غړيتوب ځکه ارزښتناک دى چې د دوى په وينا دغه ټولنه پراخه امکانات لري او په تېرو لسو کالو کې يې د ۷۲ هېوادونو ته يې په همدې برخه کې مرستې رسولې دي.

ورته مطالب