سیمین بارکزۍ د اعتصاب له ځایه روغتون ته یووړل شوه

سیمین بارکزۍ
Image caption سیمین بارکزۍ پر تېره پنجشنبه، د یو شمېر مدني ټولنو د ښځینه فعالانو له لوري د لاریونونو په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې یو بې پرې او باصلاحیتته پلاوی دې د هغې د غوښتنو لپاره وګماري.

د افغانستان له ولسي جرګې شړل شوې استازې، چې له څو ورځو راهیسې یې د نه خوړو اعتصاب کړی و، پولیسو له خپلې کېږدۍ ایستلې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې سیمین بارکزۍ د نه خوړو د اعتصاب پای ته رسولو هوکړه کړې او اوس د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون ته ددرملنې لپاره وړل شوې ده.

له قانون څخه د ملاتړ پارلمان ایتلاف ویلي چې پولیسو له جرګې د شړل شوې استازې سیمین بارکزۍ د نه خوړو د اعتصاب لپاره درول شوې کېږدۍ ته ورغلي او هغه یې له ځانه سره بېولې ده.

سیمین بارکزۍ له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې له ولسي جرګې د شړل کېدو په اعتراض د ولسي جرګې مخې ته کېږدۍ وهلې او د نه خوړو اعتصاب یې کړی دی.

له قانون څخه د ملاتړ د ایتلاف ویاند اسدالله سعادتي بي بي سيﺉ ته وویل چې یو شمېر پولیسو د پنجشنبې پر شپه (د میزان/تلې ۲۱مه) د آغلې بارکزۍ خیمې ته ورغلي او د نه خوړو ټول معتصبین یې ''په زور'' له ځانه سره وړي دي.

ویاند زیاتوي، چې پولیسو له ولسي جرګې د شړل شوې استازې نیلوفر ابراهيمي په ګډون له نهو نورو شړل شوو استازو سره یوځای بېولې ده.

له سیمین بارکزۍ وروسته لسو نورو شړل شوو استازو د نه خوړو اعتصاب وکړ.

ښاغلی سعادتي ادعا کوي چې پولیسو د نه خوړو اعتصاب کوونکو استازو ته سپکې سپورې وویلې.

نوموړی وايي، نه پوهېږي چې پولیسو دغه کسان چېرته بوتلل.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، یوه ورځ وړاندې یې د نه خوړو اعتصاب کوونکو کسانو ته خبر ورکړی و چې د دولت مخالفان د دوی خېمو ته څېرمه د برید تابیا لري.

نوموړي وویل، له همدې کبله یې پر دغو کسانو خپله غاړه خلاصه کړې وه، چې له کېږدیو ووځي، خو هغوی یې خبره بابیزه واچوله.

دی وايي، پولیس اړ شول چې په د نه خوړو اعتصاب کوونکي شړل شوي استازي له خېمو راویستل شول، او له دوی سره هېڅ زیات نه دی شوی.

Image caption بارکزۍ له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

ښاغلي صدیقي ونه ویل چې دغه معتصب استازي یې چېرې ته وړي، خو وایي چې آغلې بارکزۍ ته یې د نه خوړو د اعتصاب پای ته رسولو قناعت ورکړی دی.

سیمین بارکزۍ پر تېره پنجشنبه، د یو شمېر مدني ټولنو د ښځینه فعالانو له لوري د لاریونونو په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې یو بې پرې او باصلاحیتته پلاوی دې د هغې د غوښتنو لپاره وګماري.

له هرات ولایته دغه استازې کابو دوه میاشتې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري له اتو نورو کسانو سره سلب صلاحیت شوه.

هغې درې ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، که چېرې د نه خوړو د اعتصاب له کبله ومري، نو د مړینې اصلي لامل به یې ولسمشر حامد کرزی، د هغه لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس فضل احمد معنوي او د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي وي.

ورته مطالب