فهیم: ځینې کسان د حکومت د ړنګولو هڅې کوي

فهیم
Image caption فهیم:''طالبان يو وخت يو ځواک وو، تشکيلات يې لرل، مشرتابه يې درلود، خو اوس زه په دې باور نه يم، جوړښت يې له لاسه ورکړی، يو ځواک نه دی، پوځي زور نه لري او ټولې هغه ځانګړتياوې چې يوه سياسي ډله يې لري هغه دوی نه لري.''

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، یو شمېر داسې کړۍ شته، چې د اوسني حکومت د ړنګولو هڅې کوي.

نوموړي دا څرګندونې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کړې، چې داود قاریزاده ورسره کړې او پښتو بڼه یې هدایت الله همیم چمتو کړې ده.

پوښتنه: د افغانستان د حالاتو په اړه څه شی ستاسې د اندېښنې څرګندولو سبب شو، او ان مو ویل چې کېدای شي هېواد د طالبانو د واکمنۍ پېر ته ورستون شي؟

ځواب: تاسې پوهېږﺉ چې افغانستان په تېرو دريو لسیزو کې ډېر ستونزمن پړاوونه وهلي دي. او د هرې ورځې په تېرېدو سره حالات لا نور پسې کړکېچن کېږي. خو افغانستان کې د لنډمهالي حکومت تر جوړېدو وروسته، په هېواد کې سیاسي ثبات رامنځ ته شو، ملي یووالی راغی او په افغانستان کې دولتي بنسټونه پر پښو ودرول شول، د طالبانو د واکمنۍ پروخت هرڅه له منځه تللي وو. په حقیقت کې په دغه هېواد کې یو نوی ژوند پیل شو.

پوښتنه: که چېرې له هغه څه چې په تېرو لسو کلونو کې رامنځ ته شوي تېر شو، او تاسې د خپلو اندېښنو په اړه راته ووایاست چې بالاخره څه شی ستاسې د اندېښنې سبب وګرځېد؟

ځواب: په دې مساله کې ویلی شم، اوس چې په افغانستان کې کومې هڅې کېږي، سیاسي هلې ځلې دوام لري، له یوې خوا جګړه روانه ده، تاسې پوهېږﺉ چې هره ورځ وژنې او ترور دوام لري، بل پلو، ځینې خلک ډېر سطحي سوچ کوي چې افغانستان کې به نظام ړنګ شي.

پوښتنه: له ځینو کسانو ستاسې هدف څوک دي؟

ځواب: سیاسي حالات، سیاستوال، او ځوانان غواړي چې هرڅه ژر ترلاسه کړي. له دې کبله افغانستان کې زما اندېښنه له دې اړخه ده افغانستان کې چې کمونیستي رژيم ړنګ شو، مجاهدین ددغه رژيم د تشې د ډکولو لپاره یو ډېر قوي بدیل و. طالبانو چې سقوط وکړ. د افغانستان دولت بهر و، دولت په نورمال ډول راغی او تشه یې ډکه کړه. که نن خدایه مه کړه په دې هېواد کې نظام ړنګ شي، د افغانستان خلکو ته یوه داسې باوري او توان لرونکې ډله نه شته چې د دولت دا تشه ډکه کړي.

پوښتنه: که چېرې ستاسې هدف د دولت هغه سیاسي مخالفین وي چې په سر کې یې ډاکټر عبدالله یا نور کسان دي، هغوی د دولت په جوړښت کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي نه د دولت د سقوط؟

ځواب: اصلاحات یوه موضوع ده، او د سقوط لپاره کار کول بېله موضوع ده. موږ هم د اصلاحاتو راوستو پلویان یو، او دغه وروڼه هم افغانستان کې د اصلاحاتو پلويان دي. او هڅه کوو چې اصلاحات رامنځ ته شي.

پوښتنه: ځینې کسان غواړي چې دولت ړنګ شي؟

ځواب: ډاکټر عبدالله سیاسي پوهه لري.

پوښتنه: په مجموع کې د دولت سیاسي مخالفانو په اړه څه نظر لرﺉ؟

ځواب: ډاکټر عبدالله چې د تغییر او امید ګوند په رأس کې دی، خو سیاسي پوهه لري، د بهرنیو چارو وزیر تېر شوی. هغه پوهېږي چې ددولت جوړولو ستونزې کومې دي. هغه په دقیقه توګه په هغو ستونزو پوهېږي چې د افغانستان دولت او سیاسي شخصیتونه ورسره مخامخ دي، خو یو شمېر داسې کسان شته چې د دولت د پښو وهلو هڅه کوي.

پوښتنه: اوس د افغانستان له سیاسي مخالفانو سره ستاسې اړیکي څه ډول دي؟

ځواب: د ورورګلوۍ ډېرې نژدې او دوستانه اړیکې دي، زموږ او د هغوی ترمنځ هېڅ راز ستونزه نه شته. او له دوی سره موږ ناسته پاسته او خبرې لرو.

پوښتنه: یعنې په ناستو کې یې په منظمه توګه ګډون کوﺉ؟

ځواب: د دوی په ناستو کې ګډون کوم، دوی زما کور ته راځي، زه د هغوی کره ورځم، د تیلفون له لارې خبرې سره شریکوو، هېڅ ستونزه نه لرو.

پوښتنه: یعنې تاسې پر یوه وخت هم د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال او هم د مخالف سیاسي ګوند مرستیال یاست؟

ځواب: زه د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال یم. د ریس جمهور لومړۍ مرستیالي او ددولت پروګرامونه نه یوازې زه، بلکې زما دوستان هم غواړي. تاسې چې د مخالفت خبره کوﺉ، دا چې موږ له یوبل سره نژدې اوسېدلي یو، اصلاً له یو بل سره هېڅ مخالفت نه لرو.

پوښتنه: لس کاله وړاندې، تاسې د احمد شاه مسعود تر وژل کېدو وروسته د طالبانو پرضد عملیاتو مشري پرغاړه واخیسته، او ستاسې ژمنه دا وه چې د مسعود لاره به د هغه له پلویانو سره تعقیبوﺉ، خو اوس نیوکه دا ده چې تاسې کاملاً بله لاره غوره کړه او د هغه وخت پلویانو یې بېله لاره خپله کړه؟

ځواب: داسې نه ده، له ۱۳۵۸ کال راهیسې چې په افغانستان کې جهاد پیل شوی، زه له احمد شاه مسعود سره وم، ان تر هغه چې هغه ووژل شو. هره لاره چې احمد شاه مسعود غوره کړې وه، زه ورسره شریک وم. وروسته تر هغه موقت حکومت جوړ شو. د انتقالي حکومت دوره راغله، بالاخره د ټاکنو زمینه برابره شوه. ټولې وسلې او مهمات مو چې لرل، د افغانستان ملي اردو او دولت ته مو وسپارل. تر یوه بریده د آمر صاحب سیاسي لیدلوری همدا و.

پوښتنه: خو یوه بله موضوع چې مطرح کېږي، دا ده کله چې تاسې د دولت په رأس کې یاست، سمه ده چې حمایت به یې کوﺉ او په ملاتړ به یې خبرې کوﺉ. خو کله چې تاسې څه موده بهر وﺉ، ددولت په ضد دريځ مو درلود؟

ځواب: یو مارشال هغه مهال ډېر کم عقل دی، چې د مارشالۍ رتبې ته رسېدلی وي، خو د خپل نظام او دولت پرضد وي. هېڅکله زه د نظام پرضد نه وم. پنځه کاله پر خپل کور ارام کښېناستم، خو خپل سیاسي کارونه مې په نورمال ډول مخته بوتلل. زما ارام کښېناستل او سیاسي چارې پرمخ وړل ددې لامل شو چې زه یوځل بیا سیاسي ډګر ته راووځم، څو څو ځلې دوی ټینګار وکړ چې راشم او په ګډه کار وکړو. همدا نن هم که زه په دولت کې ونه اوسم او په کور کښېنم، د دولت او نظام مخالفت به ونه کړم. دغه د مارشالۍ لقب چې ماته راکړل شوی، ما ته د شرم خبره ده چې د نظام او خلکو مخالف شم.

پوښتنه: په تېرو لسو کلونو کې هم له ښاغلي کرزي سره تاسې نژدې اړيکي لرل، تاسې په دوو انتقالي او موقته دورو کې هم د دفاع وزیر وﺉ او هم د ولسمشر لومړی مرستیال، او کله چې په ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، تاسې له دندې لیرې کړای شوﺉ، اوس له ښاغلي کرزي سره تاسې اړيکې څه ډول دي؟

ځواب: له ښاغلي کرزي سره زما اړيکي ډېرې صمیمانه او دوستانه دي، او د افغانستان د ټولو مسایلو په اړه ګډ لید لوری لرو. یو نظر لرو، هڅه کوو چې افغانستان کې رامخې ته کېدونکې ستونزې په ګډه سره حل کړو.

پوښتنه: یاني ولسمشر کرزی د هېواد موجوده مهمې مسالې له تاسې شره شریکوي؟

ځواب: په قطعي توګه، ټول سیاسي مسایل په جزییاتو سره له موږ سره شریکوي، موږ یې تحلیلوو. او تر موافقې وروسته بیا پرېکړه کوو.

پوښتنه: د احمد شاه مسعود ورور احمد ولي مسعود له موږ سره په مرکه کې وویل، په دولت کې پخواني جهادي مشران - چې پخپله ستا نوم یې هم واخیست- په سیاسي چارو کې هېڅ راز رول نه لري او په سیاسي پرېکړو کې یې رول سبمولیکه بڼه لري؟

ځواب: دا د دغو وروڼو نظر دی، په هېڅ معنا په دولت کې زموږ رول سمبولیک نه دی، یو څوک چې د شخصیت او اعتبار له پلوه په دولت کې مطرح سړی وي، او د ولسمشر لومړی مرستیال وي، هېڅ امکان نه لري چې د هغه رول دې سمبولیکه بڼه ولري.

پوښتنه: خو د مشرتابه او کابینې په کچه تاسې څه وایاست؟

ځواب: د رهبرۍ په کچه هم مجاهدین حضور لري. د بېلابېلو ګوندونو استازي پکې شته، ځکه چې دا افغانستان کې یو ضرورت دی، دا ټول غواړي چې د بېلابېلو ګوندونو مشرانو، مجاهدینو او سیاسي شخصیتونو ته د افغانستان په کابینه او د دولت په جوړښت کې ونډه ورکړل شي، والیان وټاکل شي، د اردو او پولیسو د زونونو مشران وټاکل شي.

پوښتنه: یعنې تاسې لاهم د یوې داسې اردو د جوړولو غوښتونکي یاست چې پخوانیو مجاهدینو ته پکې ځای ورکړل شي او افغانستان له اوسني وضعیت څخه راوباسي؟

ځواب: زه پخپله ددې پلوی یم دغه اوسنۍ اردو چې جوړه شوې، په ښه توګه سمبال شي، ښې وسلې ورکړل شي، هوايي ځواک ولري، توپچي ځواک ولري، زغره وال قوت ولري، او مطمین لوژیستیک ولري.

پوښتنه: لس کاله وړاندې، کله چې د امریکا په مشرۍ د بریدونو په پایله کې په کابل کې د طالبانو رژيم ړنګ شو، ډېرې تمې پیدا شوې ټول خلک هیلمن وو چې یو روښانه راتلونکی به ولري. خو دغه تمې نن پر نهیلۍ واوښتې، څه فکر کوﺉ ستونزه چېرې وه، د رهبرۍ په کمزورتیا کې ستونزه وه او یا دا چې په اداره کې ستونزه وه؟

ځواب: قطعاً، دلته اداري فساد شته، خو دا ټول د افغانستان په چاپيريال کې عادي خبره بولم.

پوښتنه: ولسمشر حامد کرزي ته هم داسې ګوته نیول کېږي، ایا فکر کوﺉ چې هغه یو مناسب کس دی؟

ځواب: په اوسنیو شرایطو کې ښاغلی کرزی د یوې مشخصې مودې لپاره د افغانستان ولسمشر وټاکل شو، د شخصي لیدلوري او زړه سواندۍ له پلوه، افغانستان او د هېواد جوړېدو ته د لېوالتیا له اړخه، ښاغلی حامد کرزی قطعاً یو مطمین شخصیت دی، چې هېڅوک یې هم په اړه شک نه شي کولای.

د کاري کړنو له پلوه، چې اوس خلک ترې د معجزې تمه لري، چې ښاغلی کرزی باید معجزه وکړي، د افغانستان ټولې ستونزې حل کړي، طبيعي خبره ده چې هغه خپلې ستونزې لري.

پوښتنه: یعنې فکر کوﺉ چې د هغه له توانه وتلې خبره ده؟

ځواب: د افغانستان په اوسني وضعیت کې یو کس د ټولو ستونز له عهدې نه شي وتلی. دلته تاسې د ګاونډيو هېوادو لاسوهنې ګورﺉ، لکه مخکې مې چې وویل، دلته سیاسي، امنيتي او اقتصادي ثبات لانه دی ټينګ شوی، له ټولو مهمه دا چې دلته د نړۍ ګڼ هېوادونه راغلي، هر یو یې په خپل زړه او له خپلو ګټو سره سم چلند کوي. پر هغوی جدي کنټرول نه شي رامنځ ته کېدای. له ښاغلي کرزي باید د دا ډول معجزې تمه ونه لرو.

پوښتنه:په پام کې ده چې د افغانستان دولت د امریکا له متحده ایالتونو سره ستراتيژيک تړون لاسلیک کړي، چې یوه برخه به یې په افغانستان کې د امریکايي دايمي پوځي اډو په اړه وي؛ ځکه امریکا دلته د دايمي اډو جوړول غواړي، په دې اړه ستاسې نظر څه دی؟

ځواب: له امریکا سره د ستراتیژيک تړون لاسلیکول په یوه شرطر کومه ستونزه نه لري، هغه دا چې د افغانستان ملي ګټې او ملي حاکمیت په پام کې ونیول شي، او تر ټولو مهم دا چې د افغانستان د دولت په جوړولو کې نړۍ مرسته وکړي. په دې صورت کې د دې تړون لاسلیکول هېڅ ستونزه نه لري. افغانستان باید له امریکا، انګلستان، هندوستان او داسې نورو هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه ولري.

پوښتنه:خو په دې اړه د ګاونډیو په تېره بیا د ایران او پاکستان د اندېښنو په اړه څه وایاست، چې وايي ډېره جدي اندېښنه لري؟

ځواب: موږ ددغو اندېښنو د لیرې کولو لپاره تر خپله وسه هڅه کوو. امریکا هم باید دغو هېوادونو د اندېښنو د لیرې کولو لپاره ډاډ ورکړي، ځکه دغه هېوادونه به په دې ګمان وي که چېرې د افغانستان له خاورې د دوی پرضد منفي ګټه واخیستل شي، ښايي خپلې ګټې په خطر کې وويني. له دې پرته دغه تړون زموږ د ګاونډيانو لپاره هېڅ کوم زیان نه لري. خو که چېرې د خپلو ګټو زیان احساس کړي، حتماً به مزاحمت وکړي.

پوښتنه: ستاسې د لوېديځو ملګرو په وينا، د دا ډول لاسوهنو نښې شته دي، لکه ايران يې چې تورن کړی په افغانستان کې له اورپکوسره مرسته کوي؟

ځواب: موږ داسې څه بېلګه نه لرو، ايران لا هم د افغانستان له حکومت ملاتړ کوي او عملاً يې دغه ملاتړ کړی دی. هغه څه چې لوېديځوال په افغانستان کې د ايران د لاسوهنو په اړه وايي نه موږ ليدلي، نه يې بېلګې لرو او نه په دې باور يو.

پوښتنه: له طالبانو سره د خبرو لړۍ هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ وه، په ځانګړې توګه له هغه وروسته چې د سولې د عالي شورا مشر ووژل شو، د دغه بهير راتلونکې به څنګه کېږي؟

ځواب: موږ د سولې دغه داعي په هېڅ ډول له لاسه نه ورکوو. موږ په دغه هېواد کې د سولې غوښتونکي يو چې هېواد ته سوله راشي. دا چې زموږ دغه غوښتنه منل کېږي او که رديږي زموږ دنده دا ده چې ادامه ورکړو.

پوښتنه: خو هغه پوښتنه چې اوس مطرح کېږي او په خپله ولسمشر هم وايي چې سوله له چا سره؟ له طالبانو سره چې د سولې لارويانو ته يې په مرګ ځواب ورکړ. او يوه بله نظريه چې بايد له پاکستان سره خبرې وشي، له پاکستان سره په څه ډول غواړﺉ خبرې وکړﺉ؟

ځواب: زه په دې اړه بايد تاسو ته ووايم چې طالبان يو وخت يو ځواک وو، تشکيلات يې لرل، مشرتابه يې درلود، خو اوس زه په دې باور نه يم، جوړښت يې له لاسه ورکړی، يو ځواک نه دی، پوځي زور نه لري او ټولې هغه ځانګړتياوې چې يوه سياسي ډله يې لري هغه دوی نه لري.

نو د افغانستان حکومت بايد خپل موقف په ډاګه کړي چې له پاکستان سره خبرې وکړي. ترڅو ستونزې حل شي او دغه لاسپوڅې ډلې له منځه ولاړې شي.

پوښتنه: يعنې فکر کوﺉ چې له پاکستان سره به خبرې نتيجه ورکړي؟ بيا هم د نجيب الله د حکومت د وروستيو تجربه تکرارېږي؟

ځواب: حتماً نتيجه ورکوي که پاکستان خبرې وکړي. که د پاکستان هغه ګټې او غوښتې چې په افغانستان کې يې لري د تفاهم له لارې حل شي او قناعت پرې وشي. د دې ترڅنګ نړيوال فشار هم په پاکستان واچول شي، زه مطمئن يم چې پاکستان به خبرو ته غاړه کېږي او د لاسپوڅو ډلو له ملاتړ نه به لاس واخلي.

پوښتنه: هغو ستونزو ته په کتو چې تاسو مطرح کړې، چې په کور د ننه او په سيمه ييزه کچه موجودې دي، افغانستان له ۲۰۱۴ نه وروسته تاسو څنګه ګورئ؟

ځواب: له هغه راهيسې چې طالبانو ماتې خوړلې، افغانستان په دوو کې له يوه پړاوه تېر شوی چې هغه ثبات، د نظام، حکومت او قانونيت او د ادارو رامنځ ته کول دي چې دا ډېر سخت کار وو.

له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان د پرمختګ په لوري ځي، چې په هغه کې د کانونو ويستل، اقتصادي وده، او د بنسټونو جوړول راځي، البته په دې برخه کې بايد نړۍ مرسته وکړي چې دا وخت به افغانستان په يوه ښه دريځ کې وي او که نړيوال له افغانستان سره ونه درېږي، نو له ۲۰۱۴ وروسته به هم افغانستان همدغسې وي، لکه چې اوس يې وينو.

ورته مطالب