ګردیز: د والي د وژلو برید مو شنډ کړ

جمعه خان همدرد
Image caption د پکتیا امنيتي چارواکي وايي، د برید موخه د پکتیا والي جمعه خان همدرد و، خو برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون بي بي سي ته وویل، برید کوونکو غوښتل چې د ښاروالۍ د ودانۍ له بامه د والي پر دفتر برید وکړي.

ښاغلي سمون زیاته کړه، چې برید کوونکي د والي د ساتونکو له لوري هدف ته له رسېدو وړاندې په ډزو ووژل شول.

روح الله سمون دا هم وویل، د برید هدف والي و، خو هغه له بریده څو دقیقې وړاندې خپل دفتر ته ننوتی و.

د پکتیا امنیه قومندان جنرال عبدالغفار ساپي بي بي سي ته وویل: ''درې ځانمرګي برید کوونکي د ښاروالۍ ودانۍ په دروازه کې هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي.''

په ګردیز کې د بي بي سي خبریال احسان الله مهجور وايي، برید نن غرمه مهال ۱۲ بجې پیل شو، او د ښاروالۍ د یوه ناوسله وال ساتونکي په وژلو سره برید کوونکو غوښتل چې د ودانۍ بام ته وخېژي.

نوموړی وايي، تر نښتې یو ساعت وروسته د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته یو له چاودېدونکو توک ډک صرف ګادی چوول شوی، خو څوک نه دي پکې خوږ شوي.

دا مهال په ګردیز ښار کې ارام نه ښکاري، او د خلکو پر ګرځېدو هم بندیز دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

Image caption د پکتیا امنیه قومندان وايي چې درې ځانمرګي برید کوونکي یې د ښاروالۍ په دروازه کې ویشتلي.

ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې ښار ته یې ګڼ ځانمرګي برید کوونکي لېږلي، چې د استخباراتو په ګډون پر یو شمېر ادارو بریدونه وکړي.

په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر سیمو کې ډله ییز بریدونه پیل کړي.

تر ټولو تازه پېښه د تېرې شنبې پر ورځ (د اکتوبر ۱۵مه) د شمال ختيځ پنجشیر ولایت په رخه ولسوالۍ کې د ولايتي بیارغاونې ډلې پر مرکز برید و، چې لږترلږه څلور برید کوونکي او یو ولسي وګړی پکې ووژل شول.

ورته مطالب