پنجشیر: طالبانو د پي آر ټي پر ودانۍ برید وکړ

پنجشیر
Image caption پنجشېر ولایت یو له هغو اوو سیمو دی، چې سږ کال یې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته په لومړي پړاو کې امنيتي چارې وسپارل شوې.

د افغانستان پنجشیر ولایت کې د ولايتي بیارغاونې ډلې پر ودانۍ د طالبانو په برید او چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي.

د پنجشیر امنیه قومندان جنرال محمد قاسم جنګلباغ ویلي، په برید کې بهرنیو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو دوه ګاډي چلوونکي او څلور واړه برید کوونکي وژل شوي.

برید کوونکو سهار وختي له چاودېدونکو توکو د ډک ګاډي په چوولو، د سپکو وسلو او لاسي بمونو په مټ برید پیل کړ.

ښاغلی جنګلباغ وايي، چې په برید کې د اډې دوه ساتونکي هم ټپیان شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د برید په تاییدولو سره ویلي، برید په رخه ولسوالۍ کې شوی.

ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه موټر، چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي وو، د اډې مخې ته وچووه.

ښاغلی صدیقي وايي، د تلفاتو په اړه لا تراوسه معلومات نه شه، خو طالبان ادعا کوي، چې ګڼ شمېر بهرني سرتېري یې وژلي او جګړه اوس هم روانه ده.

د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې ویاند ویلي، چې په ګاډي کې ۶۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.

پنجشېر ولایت یو له هغو اوو سیمو دی، چې سږ کال یې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته په لومړي پړاو کې امنيتي چارې وسپارل شوې.

د ویلو ده چې د روان ۲۰۱۱ کال له پیله تر اوسه افغانستان کې نژدې ۵۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي.

بل خوا، نن سهار د هلمند په مرکز لښکرګاه کې له لیرې د کنټرولېدونکو ماینونو د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

ورته مطالب