''ایران افغانستان کې د بیان د ازادۍ مخه نیسي''

د مدرسه فلم د یوې صحنې عکس
Image caption افغان سینماګران وايي، په افغانستان کې د ایران لخوا د ''مدرسه'' او ''همسایه'' فلمونو د پرانیستو مخنیوی څرګنده لاسوهنه ده او افغان دولت باید د دا ډول لاسوهنو مخنیوی وکړي.

په افغانستان کې د مدرسه په نامه د فلم د پرانیستنې مخنیوي بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

په دغه فلم کې په ایران کې د افغان کډوالو ژوند انځور شوی دی.

د سینماګرانو ترڅنګ د رسنیو د څار ټولنې (نۍ) هم په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې.

د سینما ګرانو د ټولنې غړي ادعا کوي، چې د دغه فلم د پرانیستنې مخنیوی په افغانستان کې د ایران د کلتوري مرکز لخوا شوی دی.

بل خوا، د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغو فلمونو د خپرېدو د مخنيوي د لاملونو په اړه د اطلاعاتو او کتلور وزارت سره خبرې کوي. که څه هم د ''مدرسه'' او ''همسایه'' په نامه افغاني فلمونه لا په رسمي توګه نندارې ته نه دي وړاندې شوي، خو د رسنیو د څار اداره د دغو فلمونو د خپرېدو مخنیوی د رسنیو یو ډول سانسور بولي.

د رسنیو د څار د ټولنې مشر صدیق الله توحیدي د ایران لخوا د دغو فلمونو د خپرېدو د مخنیوي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او دا یې د بیان د آزادۍ یو ډول مخنیوی وباله.

ښاغلی توحیدي وايي، که د مدرسې د فلم د پرانیستو مخنیوی په کابل کې د ایران د کلتوري مرکز لخوا نه وي شوی، نو په دې اړه دې ځواب ووايي:

''که د ایران اسلامي جمهوریت په دې برخه کې اقدام نه دی کړی، په کابل کې د ایران سفارت باید هرڅه ژر په دې اړه ځواب ووايي، چې په دې مسله کې يي لاسوهنه نه ده کړې. د چوپتیا په حالت کې به داسې ښکاره شي، چې له ټوله وسه يي کار اخیستی، ترڅو د دغه فلم د پرانیستنې مخه ونیسی.''

افغان سینماګران وايي، په 'همسایه' فلم کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر ګډه پوله له افغان کډوالو سره د ایراني پوځ چلند او په 'مدرسه' فلم کې د یوې افغانې کډوالې، چې غواړي په ایران کې زده کړه وکړي، ژوند انځور شوی.

ښاغلی توحیدي وړاندې وايي، که ایران نه غواړي چې دغه فلمونه خپاره شي، نو دوی دې پخپل هېواد کې د افغان کډوالو ژوند او ستونزو ته پاملرنه وکړي.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي هم په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په همدې اړه خبرې کوي.

''موږ په دې اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په اړیکه یو او تر هغې، چې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره کومې پايلې ته نه یو رسېدلي او ټول لازم معلومات مو نه وي ترلاسه کړي، په دې اړه خبرې کول مناسبې نه دي.''

افغان سینماګران وايي، په افغانستان کې د ایران لخوا د ''مدرسه'' او ''همسایه'' فلمونو د پرانیستو مخنیوی څرګنده لاسوهنه ده او افغان دولت باید د دا ډول لاسوهنو مخنیوی وکړي.

خو په کابل کې د ایران سفارت تر دې دمه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مطالب