د افغانستان کلیوالو سیمو ته تیلې فوني خدمتونه غځول کېږي

ګرځنده تیلې فون کاروونکی
Image caption د مخابراتو مرستيال وزير وايي دغه ستنې چې د ۲۸ ولايتونو په ۷۳ ولسواليو کې د نهه ميلونو دالرو په ارزښت درول کيږي تر راتلونکي کاله به يې چارې بشپړې شي او په ولايتونو کې به د مخابراتو د ادارو له خوا يې څارنه کيږي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي په هغو لرو پرتو او ناامنه سيمو کې به د تيلې فونونو لس نوي ستنې ودروي چې پر مټ به يې د دغو سيمو خلکو ته هم مخابراتي اسانتياوې برابرې شي.

د دغو نويو انتنونو د لگولو تړون په کابل کې د څلورو خصوصي شرکتونو سره لاسليک شو.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې د تيليفونونو د دغو نويو ستنو د لگولو موخه دا ده چې لرو پرتو کليوالو سيمو ته مخابراتي اسانتياوې پراخه شي.

افغان چارواکي وايي دغه ستنې به په هغو سيمو کې ولگول شي چې د نا امنيو په وجه تر دې مهاله د مخابراتي اسانتياو نه بې برخې پاتې وې.

د مخابراتو مرستپال وزپر حسام الدين وايي چې د دغو ستنو په لگولو سره به يو سلو او ۵۰ زره هغه کسان گټه پورته کړي چې تر دې مهاله يې مخابراتي اسانتياوې نه درلودې:

''د دغو ۷۳ ستنو په لگولو کې ۳۸ ستنې به اتصالاتو کمپنۍ لگوي ، ۲۲ ستنې به ام ټي ان ، اووه به يې روشن او شپږ نورې به يې د افغان بيسيم د شبکې له خوا درول کيږي، موږ ډاډمن يو چې پر دغو ۷۳ ستنو د لگولو سره به تر يو نيم لکو زيات کسان د مخابراتي خدمتونو نه برخمن شي.''

د مخابراتو مرستيال وزير وايي دغه ستنې چې د ۲۸ ولايتونو په ۷۳ ولسواليو کې د نهه ميلونو دالرو په ارزښت درول کيږي تر راتلونکي کاله به يې چارې بشپړې شي او په ولايتونو کې به د مخابراتو د ادارو له خوا يې څارنه کيږي.

په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې په تيرو لسو کالو کې شوي پرمختگونه هغه څه دي چې افغان دولت يې تل د خپلو لاسته راوړنو په توگه يادوي او په دغه برخه کې تر دې مهاله د يو نيم ملياردو ډالرو نه زياته پانگونه شوې ده.

د افغانستان د مخابراتو د وزارت شميرې ښيي چې دمگړى د دغه هيواد اتيا سلنه سيمې د مخابراتي پوښښ لاندې راغلي دي.

ورته مطالب