له افغان پولیسو د تېښتې کچه ۷۰٪ راټيته شوې ده

افغان پولیس د انځور حقوق AP
Image caption ناټو ځواکونه وايي، اوسمهال له نوي سلنه ډیر افغان ځواکونو په وسلو سمبال دي.

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي، د افغان پولیسو له لیکو څخه د تېښتې کچه د تېر کال پرتله ۷۰ سلنه راکمه شوې ده.

چارواکي وايي، چې د دغې کچې د راټیټیدو لامل، د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د عامه نظم په قوماندانۍ او د ناټوله خوا د افغان ځواکونو د روزنې په تګلاره کې بدلون دی.

په تیرو دووکلونو کې ناټو شاوخوا یولک او ۱۴ زره افغان ملي اردو او پولیس روزلي دي.

د افغانستان دملي پولیسو او ملي پوځ له لیکو څخه د ځواکونه تیښه هغه ستونزه ده، چې تر ډیره افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو دلیږد په وړاندې یوه ستره ننګونه ګڼل کیږي، خو داسې ښکاري ناټو اوس د دې ستونزې د هواري لپاره مهمې لارې چارې موندلي دي.

په افغانستان کې د ناټو له خوا د افغان ځواکونو د روزنې مسوول ویلیم کالډویل وايي، په تیرو دوو کلونو کې افغان ځواکونه ته معیارې زده کړې ورکول شوي او اوس د ده په وینا دافغان ځواکونو ډیرې اړتیاوې پوره شوي دي.

د ناټو دغه چارواکي وايي، په پام کې لري، په روان کال کې افغان جګړه ییزو ځواکونو ته ځانگړي مهارتونه يې هم ور زده کړي دي .

ښاغلی کالډویل، چې پخوا یې د افغان ځواکونو له لیکو څخه د تیښتې پر ستونزې انديښنه ښولې وه ، خو اوس وايي، په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی:

''دوه کاله وړاندې د عامه پولیسو له لیکو څخه د تيښتې کچه له سل فیصدو ډیر وه، په دې مانا، چې له هغه شمیر پولیسو څخه چې موږ جذبول، ترهغې ډیر موږ له لاسه ورکول. خو له کله نه، چې تورن جنرال زمری دعام نظم د پولیسو مشر شوی، دغه کچه له سل فیصدو څخه دیرشو ته راښکته شوې . د افغان پولیسو او ملي اردو په لیکوکې د خدمت پریښودل، د افغان ځواکونو د کمزورۍ لامل نه کیږي. هغه روزونکي، چې موږ د پولیس د روزنې لپاره چمتو کړي، له هغوی څخه داسې مالومیږي، چې د پولیسو له لیکو به د تیښتې کچه کمه شي.''

تیره اوونۍ د افغانستان د پولیسو او ملي اردو شمیره له درې لکو ډیره اعلان شوه، خو له دوی سره د پرمختللو وسایلو نشتوالی هغه مسله ده، چې نیوکه یې تر ډیره پر نړیوالو ځواکونو کیږي.

ناټو ځواکونه وايي، اوسمهال له نوي سلنه ډیر افغان ځواکونو په وسلو سمبال دي.

دغه ځواکونه دا رنګه وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به افغان ځواکونو ته لا ډیر پرمختللي تجهیزات، چې مخابراتي وسایل، وسلې او نور وسایط پکې شامل وي، ورکړي.

ورته مطالب