مشعل: د جګپوړو چارواکو ''جعلي لاسلیک'' کوونکی مو ونیو

لطف الله مشعل
Image caption ښاغلى مشعل وويل چې له نيول شوي کس نه يې وسله، نور جعلي سندونه، د کمپيوتړځينې سامانونه، نغدې پيسې او يو شمېر گرځنده تيلې فونونه نيولي.

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي هغه درغل کس يې نيولى چې د دوى په وينا د ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو لاسليکونه يې په کلپه کارولي و.

دغه کس چې ځان يې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دولتي کارکوونکى پېژانده دکلپونو مهرونو او د چارواکو د کلپو لاسليکونو په کارولو سره يې جعلي سندونه جوړ کړي و.

د ملي امنيت اداره وايي نيول شوي سړي سره له دې چې د دغو اسنادو نه په گټې اخيستنې سره د وسلې د گرځولو کارټ جوړ کړى و، موټر يې هم تورې ښيښې لرلې.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې نن (سه شنبه) په کابل کې هغه کس رسنيو ته وښود چې وايي د دغه هېواد په ختيځ ولايت ننگرهار کې يې د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نيولى دى.

ملي امنيت په نيول شوي کس تور پورې کوي چې گواکې هغه د افغان ولسمشر حامد کرزي لاسيلک يې له ځانه کړى و او پر مټ يې داسې اسناد چمتو کړي و چې په ډاډمنه توگه يې له ځانه سره وسله گرځوله او د نورو حکومتي چارواکو په څېر له تورو ښيښو گاډى يې هم کار اخيسته.

امنيتي چارواکو په وينا، نوموړي د کونړ، لعمان، نورستان او ننگرهار په ولايتونو کې فعاليت کاوه او پر دغو ولايتونو کې يې کلپ اسناد خلکو ته جوړول او له هغو يې ناوړه گټه پورته کوله.

د ملي امنيت د رياست وياند لطف الله مشعل وايي چې نيول شوي کس تر دې دمه منلې چې د ولسمشر کرزي، د دفاع د وزير عبدالرحيم وردگ، د کورنيو چارو او د کرنې د وزيرانو او نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو لاسليکونه له ځانه کړي او په دې توگه يې غوښتل چې امنيتي ځواکونه وغلوي:

''یو جعل کار مو نیولی چې د ولسمشرۍ د دفتر یوه کارکوونکي یې جعلي اسناد ثبت کړي، چې د ولسمشر حامد کرزي، د ملي دفاع د وزیر، د کورنیو چارو د وزیر، د ترافیکو د عمومي رییس او د مشرانو جرګې د مخکني رییس صبغت الله مجددي او د کرنې د وزیر لاسلیکونه یې د کمپیوټر په مټ په جعلي ډول جوړ کړي وو چې ناوړه ګټه ترې واخلي. نوموړی په جلال اباد ښار کې تثبیت او بیا د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا ونیول شو.''

د ملي امنيت ادارې پر خبريالانو هغه ويډو هم ووېشله چې دغه کس په کې پخپلو جرمونو اعتراف کړى و:

''دغه موټر مې په اته لکه او لس زره کلدراې تورخم کې واخیست، کارونه مې ډېر ول، همدا وو چې جعلي اسناد مې جوړ کړ، په دې اسنادو کې مې خپل ځان د ولسمشر کرزي کامره من معرفي کړی، چې په دې کې مې د ولسمشرۍ نښان او د ولسمشر لاسلیک کړی. د کورنیو چارو وزارت نښان او لاسلیک او د ترافیکو د عمومي ریاست نښان او لاسلیک مې هم پکې کړي دي.''

خو دا معلومه نه ده چې دغه تورن کس دغه څرگندونې په څخه وړ حالاتو کې کړې وې.

ښاغلى مشعل دا هم وويل چې له نيول شوي کس نه يې وسله، نور جعلي سندونه، د کمپيوتړځينې سامانونه، نغدې پيسې او يو شمېر گرځنده تيلې فونونه نيولي دي چې د چارواکو په وينا له دغو سندونو داسې ښکاري چې نوموړي له دغو څيزونو نه ناوړه گټه پورته کوله.

له بله پلوه د ملي امنيت اداره وايي چې د ترهگريزو فعاليتونو په تور يې هم لس تنه د هرات، پروان، خوست او کندوز ولايتونو کې نيولي دي چې د کوټې له شورا سره يې اړيکي لرل.

ورته مطالب