فرانسې له افغانستانه ۲۰۰ سرتېري وایستل

فرانسوي پوځيان افغانستان کې
Image caption له ۲۰۰۱ راپدېخوا افغانستان کې ۷۵ فرانسوي پوځيان وژل شوي.

د فرانسې دفاع وزیر جیرارد لانګسټ ویلي چې پر چهارشنبه له افغانستان څخه د خپلو ۲۰۰ سرتېرو ایستل پیلوي.

تر دې وړاندې، د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي هم غوښتي وو چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه له افغانستانه نژدې ۱۰۰۰ فرانسوي سرتېري وباسي.

نوموړي ويلي چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به -چې په لړ کې یې افغان ځواکونو ته امنيتي چارې سپارل کېږي- له افغانستان څخه ۴۵۰۰ فرانسوي سرتېري وایستل شي.

د امریکا، برتانیا، کاناډا او بلجیم په ګډون یو شمېر هېوادونو لا له وړاندې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان کړی.

وړاندې، یو شمېر امریکايي او کاناډايي پوځيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونونه وايي چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه به افغانستانه خپل ۳۳۰۰۰ پوځيان وباسي.

ډېری فرانسوي پوځيان د افغانستان کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې مېشت وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې پوځ وايي چې له افغانستانه ۱۷۲ وتونکي پوځيان د پراشوټ د کنډک سرتېري دي.

دفاع وزیر جرارد لانګسټ 'انټر رادیو' ته ویلي: ''موږ له افغانستان څخه په متناسب ډول پوځيان وباسو. له هغو سیمو خپل پوځيان راوباسو چې امنيتي چارې یې افغان پوځ ته سپارل کېږي.''

له افغانستان څخه فرانسه خپل پوځيان پر داسې مهال وباسي، چې په افغانستان کې سږنی کال تر ټولو ډېر خونړی بلل شوی دی.

پر افغانستان د امریکا له لس کلن یرغل وروسته، د افغانستان په لس کلنه جګړه کې تر ۲۵۰۰ ډېر بهرني پوځيان وژل شوي.

له ۲۰۰۱ راپدېخوا افغانستان کې ۷۵ فرانسوي پوځيان وژل شوي.

ورته مطالب