افغانستان ''اوپن سورس'' وړیا سافټ ویرونه چمتو کوي

اوپن سورس
Image caption د پرانستې سرچينې يانې ''اوپن سورس'' نازک توکي يانې سافټ ويرونه وړيا دي او له انټرنېټه ډونلوډ کېداى شي.

افغان حکومت په پام کې لري چې په خپل هيواد کې کمپيوټر کارونکو ته د پرانستې سر چينې يانې اوپن سورس وړيا سافټ ويرونه برابر کړي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د همدې موخې د پوره کولو په هيله کابل کې يو دوه ورځنۍ نړيواله ښوونيزه غونډه جوړه کړې ده.

دا چې په افغانستان کې د کاپي حق خوندي نه دي، نو ځکه خلک بلکې ان حکومتي بنسټونه هغه ټول سافټ ويرونه نژدې په وړيا توگه کاروي چې په نړيوالو بازارونو کې لوړې بيې لري.

د افغانستان مخابراتو وزارت وايي ددغې دوه ورځنۍ ښوونيزې غونډې موخه داده چې افغان کمپيوټر کاروونکي د پرانیستې سرچينې يانې اوپن سورس له وړيا نازک توکيو او سافټ ويرونو سره اشنا کړي.

سره له دې چې اوس ډېرى کارکوونکي او حکومتي بنسټونه هغه کمپيوټري نازک توکي يعنې سافټ ويرونه کاروي چې په ډېره ټيټه بيه ددغه هېواد په هټيو کې پلورل کېږي، خو د افغانستان د مخابراتو وزارت سرپرست وزير اميرزى سنگين وايي دا چاره به تر هغې روانه وي چې په افغانستان کې د کاپي د خونديتوب قانون پلى شي.

وايي د قانون تر پلي کېدو وروسته به د کمپيوټري نازک توکيو يعنې سافټ ويرونه بيه دومره پورته شي چې کاروونکي به يې د اخیستلو توان نه لري او کمپيوټر به يوازې يو ښکلايیز ارزښت ولري.

ښاغلى سنگين وايي له همدې کبله د پرانیستې سرچينې قانوني نازک توکيو ته لاسرسى اړين بولي.

په نړۍ کې دوه ډوله کمپيوټري نازک توکي دود دي يو يې د پلور لپاره وي چې ان سوونه ډالر بيه لري او بل ډول يې وړيا او د خلکو د اسانتياو لپاره خپريږي.

د کابل په غونډه کې سربېره پر افغانستان د ايران، پاکستان، هند، بنگله ديش، تاجکستان او قرغيزستان يو شمېر کمپيوټر پوهانو برخه اخیستې ده.

د پرانیستې سرچينې يعنې ''اوپن سورس'' نازک توکي يانې سافټ ويرونه وړيا دي او له انټرنېټه ډونلوډ کېداى شي.

وسمهال په ښايي په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله د کمپيوټر کاروونکي لږ وي، خو داسې ښکاري چې دا کلتور له يوې ورځې وبلې ته مخ په غوړېدو دى.

ورته مطالب