افغان حکومت د بنسټ پالنې اصلي جرړې پلټي

سپنتا
Image caption د افغانستان د ملي امنيت سلاکار رنگين دادفر سپنتا د دغې نارضايتۍ لمنه زياته پراخه بولي او وايي چې په دې کار کې که له يوې خوا افغان دولت پړ دى، نو له بله پلوه نړيواله ټولنه هم گرمه ده.

افغان حکومت د کارپوهانو داسې يوه ډلگۍ گومارلې چې يه افغانستان کې د بنسټ پالنې او له حکومته د خلکو د خوابدۍ اصلي جرړې بيامومي. دغه څېړنې د هغې ارزونې پر بنسټ کيږي چې يو خصوصي شرکت له حکومته د خلکو د خوابدۍ لاملونه په کې څېړلي وو.

د دغې څيړنې په اړه چې د ''قره'' په نامه يو بنسټ ترسره کړيدي ډير جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د څېړنې دغه ۱۴ کسيزه ډله د ولسمشر د امنيتي سلاکار او په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو ايساف له خوا رابلل شوي ده.

د دغې ډلې په لومړنۍ ناسته کې به چې د دريو ورځو لپاره په کابل جوړه شوې له حکومته د خلکو په خوابدۍ به خبرې کيږي او د دغه څه لاملونه به په کې په ډاگه شي.

د دغې ډلگۍ د رامنځ ته کېدو پرېکړه هغه مهال وشوه چې ولسمشر حامد کرزي د ناټو د پخوانيو مشرانو سره د خلکو په نارضايتى او دغلته د بنسټ پالنې د پراخېدو پر سر خبرې اترې کړې وې.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار رنگين دادفر سپنتا د دغې نارضايتۍ لمنه زياته پراخه بولي او وايي چې په دې کار کې که له يوې خوا افغان دولت پړ دى، نو له بله پلوه نړيواله ټولنه هم گرمه ده:

''د فساد شته والى، د قانون نه پلي کېدل، د دولت نيمگړتياوې او د سياسي او ټولنيز خونديتوب نشتوالى هغه نيمگړتياوې دي چې د خلکو د خوابدۍ لامل گرځي، خو د قضيې بله غاړه دا ده چې په ځينو برخو کې د افغانستان ملي او اسلامي ارزښتونه له پامه غورځول کېږي او هغو ته پاملرنه نه کيږي،

د کورونو تالاشي او پخپل سر د خلکو د کورونو پلټل او بندي کول که دا زموږ د نړيوالو ملاتړو له خوا کېږي او يا زموږ د حکومت له خوا، دا ټول هغه څه دي چې خلک يې خوابدي کړي دي.''

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانى ځانگړى استازى کاى ايده او د اروپايي ټولنې پخوانى سفير فرانسس ويندرل هم د دغې ډلگۍ غړيتوب لري.

ښاغلى ويندرل وايي چې په دغه ناسته کې بايد په ريښتيني توگه د بنسټ پالنې ااو په افغانستان د هغو د جرړو د موندلو په برخه کې خبرې وشي:

''دا ډېره مهمه ده چې موږ دغلته د بنسټ پالنې پر شته والي او يا نشتوالي په اړه په ريښتيني توگه ازاد بحث وکړو، که دلته وي، نو ايا دا کومه نوې خبره ده و که نه په مخکينو لسيزو کې رادبره شوې ده، دليلونه يې څه دي؟ ايا بنسټ پالنه يوه افغاني، اسلامي او يا نړيواله پديده ده او که نه دا هغه که دي چې په مسيحيت، يهوديت، هندويزم او نورو کې هم ليدل کيږي موږ لومړى بايد فکر وکړو او بيا ووايو چې د بنسټ پالنې لاملونه کوم دي؟.''

ځينې کسان بيا په دې باور دي چې ټولنيز، سياسي او اقتصادي ستونزو د افغانانو او د دولت تر منځ واټن ډېر کړى او هغوى دې ته اړوتي دي چې د مخالفانو له ليکو سره يو ځاى شي.

Image caption ځينې کسان په دې باور دي چې ټولنيز، سياسي او اقتصادي ستونزو د افغانانو او د دولت تر منځ واټن ډېر کړى او هغوى دې ته اړوتي دي چې د مخالفانو له ليکو سره يو ځاى شي.

په کابل کې د ناټو ځواکونو يو قومندان جنرال هاريسيون وايي هغوى چمتو دي چې د څيړنې د دغې ډلگۍ وړانديزونه ومني او هغو ته عملي بڼه ورکړي:

''موږ پوهېږو چې د خلکو خوابدي تر يوه بريده په افغانستان کې د ناامنۍ يو لامل دى، موږ د څېړنې د دغې ډلگۍ د کار په ارزښت پوهېږو چې غواړي په ريښتيني توگه د جوړجاړي او د خوابدۍ د لرې کولو لپاره لاره پرانيزي، موږ په تمه يو چې د دغې ناستې پايلې جوتې شي او که په دغو برخو کې له موږه همکاري وغوښتل شي ، نو موږ چمتو يو چې همکارې وکړو.''

افغان حکومت په پام کې لري چې د دغې ناستې نه راوتلې پايلې راټولې کړي او وروسته يې د حکومت په کاري پلانونو کې ونيسي.

ورته مطالب