جان الن: د لېږد بشپړتیا ښې حکومت ولۍ ته لاره هواروي

اشرف غني احمدزی
Image caption د لېږد د بهير هم غاړي کوونکي اشرف غني احمدزي وويل چې نن به د امنيت د لېږد لپاره سيمې په گوته شي او نوملړ به يې افغان ولسمشر ته وسپارل شي

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان ويلي دي چې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو په سپارلو سره به دغه هېواد په سیمه یيز لوبغاړي واوړي.

جنرال جان الن وويل چې ددغه بهير بشپړتيا به په افغانستان کې ښې حکومت ولۍ، د اقتصاد پياوړي کولو روغتيايي پرمختگ او نورو اسانتياوو ته لاره هواره کړي.

په افغانستان کې يوشمېر خلک اندېښنه لري، چې د امنيتي مسؤوليتونو تر لېږد وروسته به بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، او افغان ځواکونه به لا پر خپلو پښو نه وي درېدلي چې دا به په دغه هېواد کې بيا گډوډيو او خپلسريو ته لاره پرانيزي گڼ شمېر افغانان وېره لري چې هسې نه دا تشه د ۹۰ مو کلونو په څېر يو ځل بيا د کورنيو او خپل منځي جگړو لامل نه شي.

خو په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو مشر قومندان جان الن د امنيت تر ليږد وروسته مهال ته ډېر هيله من دى نوموړى وايي چې په ياد شوي مهال کې به افغانستان پر نړيواله کچه يو سیمه یيز لوبغاړى هېواد وي:

''د نن سهار غونډه د امنیت د لېږد په برخه کې د بریالیتوب یوه بله څرګنده نښه ده. دا د بریالیتوب یو بهیر دی. دا یو داسې بهیر دی چې پرمختګ په ګوته کوي. دا یوه داسې پروسه ده چې افغانستان به د یوه سیمه ییز لوبغاړي په توګه د نړۍ سټيج ته ولېږدوي. بیا به د افغانستان ټیکاو د نړیوالو لپاره یوه بېلګه وي.''

بله اندېښنه چې يو شمېر افغان يې لري هغه داده چې وايي د بهرنيو ځواکونو وتل به د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.

ددغه هېواد يو شمېر اقتصادي بنسټونو لا پخوا اندېښنه ښوولې ده چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به له افغانستان سره د کېدونکو مرستو کچه ښکته راشي، خو د ناټو ملکي استازي سايمن گيس وايي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به له افغانستان سره د مرستو نوى پړاو پيل شي:

'' په حقیقت کې زموږ د اوږده مهال ملګرتیا زموږ د بریالیتوب ارزښتناکه برخه ده. له افغانستان سره دا ملګرتیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته پای نه مومي، بلکې په نوې بڼه پیلېږي. په دې ترڅ کې به له یوه اړخه افغان امنيتي ځواکونه روزل کېږي، بلکې نورې مرستندویې چارې به هم ترسره کېږي، چې د افغانانو هیلې ورسره وغوړېږي او د ژوند کچه یې لوړه شي.''

دغو چارواکو د هغې غونډې په پيل کې دا څرگندونې کولې چې له بهرنيو ځواکونو و افغان هغو ته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد ددويم پړاو د سيمو او ولايتونو د نښه کولو په موخه جوړه شوې وه.

د لېږد د بهير هم غاړي کوونکي اشرف غني احمدزي وويل چې نن به د امنيت د لېږد لپاره سيمې په گوته شي او نوملړ به يې افغان ولسمشر ته وسپارل شي:

Image caption وړاندې جان الن ویلي وو چې افغانستان کې یې ډېر نور کارونه په مخ کې پراته دي.

''د ننۍ غونډې موخه د هغو ولايتونو او ولسواليو په اړه سراسري خبرې کول دي چې د امنيت د لېږد په دويم پړاو کې راځي، په دې برخه کې ځانگړې وړانديزونه به د يکشنبې پر ورځ افغان ولسمشر ته وړاندې شي، ولسمشر به په مناسب وخت کې دا سيمې اعلان کړي.''

په دغه غونډه کې افغان چارواکو د بهرنيو ځواکونو ځينو مشرانو، يو شمېر کابل مېشتو بهرنيو سفيرانو او بهرنيو استازو برخه اخیستې وه د څو تنو چارواکو تر ويناو وروسته غونډه د تړلو دروازو تر شا تر سره شوه چې خبريالانو په کې گډون نه درلود.

چارواکو ونه ويل چې د امنيت د لېږد دويم پړاو ته يې کومې سيمې په پام کې نيولي دي خو د افغانستان د سیمه یيزو ارگانونو ادارې مشر عبد الخالق فراهي تر دې مخکې ويلي وو، سمنگان، بدخشان، هلمند، غزنى، نيمروز، غور، پروان، ننگرهار، او ميدان وردگ هغه ولايتونه دي چې له بهرنيو هغو افغان ځواکونو ته يې د امنيت د لېږد شونتيا ډېره ده.

ورته مطالب