مشهوره برتانوۍ سندرغاړې په شرابو مړه شوه

ایمي واینهاوس
Image caption دغې ځوانې سندرغاړې تر یوې مودې پورې له شرابو لاس واخیست، خو د ژوند په وروستیو کې یې بېرته ورته مخه کړه.

د برتانوۍ مشهورې سندرغاړې ایمي واینهاوس د مړي په تړاو د عدلي طب پلټنو ویلي چې نوموړې د ډېرو شرابو څښلو له کبله مړه شوې ده.

د تېر جولای پر ۲۳مه د ایمي واینهاوس مړی د لندن په شمال کامدن کې پخپل کور کې وموندل شو.

د ايمي واینهاوس ژوند په انځورونو کې

د نوموړې په کور کې د 'فودګا' درې تش بوتل هم موندل شوي، چې دوه یې لوی او یو کوچنی دی.

د هغې د مړي عدلي طب پلټونکې ډاکټرې ویلي، د هغې په کور کې ۷۱۶ کیلوګرامه شراب موندل شوي، چې د مړینې لپاره کفایت کوي.

عدلي طب ویلي، چې د هغې د بدن غړي په ښه وضعیت کې وو، خو د ډېرو شرابو له کبله یې ساه بنده شوې.

دغې ځوانې سندرغاړې تر یوې مودې پورې له شرابو لاس واخیست، خو د ژوند په وروستیو کې یې بېرته ورته مخه کړه.

د هغې د عدلي طب پلټونکې ډاکټرې ویلي، تر مړینې درې اوونۍ وړاندې یې د شرابو په استعمالولو پیل کړی.

ډاکټرې کریسټینا رومین ویلي، هغې ته یې ویلي چې د شرابو له څښلو لاس نه شي اخیستی، خو هغه دا هم نه غواړي ''چې مړه شي.''

ورته مطالب