ستاسو غږ: په افغانستان کې د اورپکۍ اصلي لاملونه

طالبان

ځينې کسان په دې باور دي چې ټولنيز، سياسي او اقتصادي ستونزو د افغانانو او د دولت تر منځ واټن ډېر کړى او هغوى دې ته اړوتي دي چې د مخالفانو له ليکو سره يو ځاى شي.

د افغانستان حکومت اورپکۍ ته د خلکو د ورماتېدلو او له حکومته د خلکو د خوابدۍ د لاملونو جرړې څېړي.

په دې څېړنه کې د یوې خصوصي ټولنې هغه موندنې اروزول کېږي چې په هېواد کې د حکومت ضد نظرونو او اورپکې ډېرېدل څرګندوي.

په افغان حکومت کې د ملي امنيت سلاکار رنگين دادفر سپنتا په حکومت کې د فساد شته والی، د قانون نه پلي کېدل، د خلکو لپاره د سياسي او ټولنيز خونديتوب نشتوالى او له خلکو سره په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د چلند څرنګوالی په هغو لاملونو کې یاد کړي چې خلک یې له حکومته لرې کړي او د اورپکۍ پراخېدو ته یې لار هواره کړې ده.

ستاسو په نظر اورپکۍ ته د خلکو د ورماتېدلو لاملونه کوم دي او له اورپکۍ څخه د خلکو د راګرځولو لارې کومې دي؟

نظراو پوښتنه مو د پنجشنبې تر مازیګره د برېښنالیک له لارې پر دې پتې راولېږﺉ: pashto@bbc.co.uk

او یا د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

په پروګرام کې د ګډون بله لار د اس ام اس ده. د خپرونې پر مهال پر ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ شمېرې خپل لنډ تیلې فوني پیغام رالېږلی شئ.

ستاسو له خوا ځینې را رسېدلي برېښنا لیکونه

غیرت الله غیرت - کندهار

له طالبانو یا د دولت له مخالفینو سره د عامو خلکو د یوځای کېدو ځېنې دلایل دا دي:
په دولتی اداروکی دوړکسانونه موجودیت او اداری فساد؛
دویم: دزده کړودکچی ټیټوالی؛
دریم: قوم اوګوند پالنه ؛
څلورم: دقوانینو نه پلی کیدل؛
دبهرنیوځواکونوله لوری بی ځای بمبارۍ نیونې ، اودکورنوتلاشي
بهرنیو ځواکونو ته د اشغالګرو په سترګه کتل

غلام فاروق- لایبریا

که خلکو ته کار پیدا شی هیڅوک به هم جنګ ونه کړي. حکومت ټول بیکفایته خلکو ته په لاس ورغلی همدا د اورپکۍ اصلی لامل دي.

نصرت صمیم،- کابل

زما په اند زیاتره کسان چې له اورپکو سره يو ځای کیږی هغه ځوانان دي چې کله له دولسمو ټولګیو نه فارغ شي او په کانکور کې بې نتیجی پاتې شی نو هغوی بیکاره وی او له اورپکو سره يو ځای کیږی. که دولت دغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړی نو زما په فکر دا ستونزه حل کیدای شي.

ولي الهام – کابل

د طالبانو لور ته د ځوانانو د ورماتېدلو لپاره ډېر دلایل شته دي: د عقایدو او سیاسي نظریو اختلاف، د ګاونډیو هېوادو مداخله، بې کاري، فساد، د نړیوالو ځواکونو له خو له تبعیضه ډک چلند، د نظم او قانون او سیاسي ستراتیژۍ نشتوالی یې ځېنې بېلګې دي.

سعادت – کابل

په افغانستان او نړی کې د اوپکۍ لاملونه:
د غټو طاقتونو ظلم په مظلومو ولسونو؛
په نړیواله کچه د اسلام ضد کړنې چې حکومتونه پکې دخیل وی؛
د امنیتی ادارو له حده زیات ناوړه چلند له بندیانو سره؛
د بې ګناه خلک نیول او بندی کول؛
د افغانانو په دین او کلتور باندی د بهرنیو ځواکونو له خوا تیری
د پاکستان او ایران مداخله.

رفیع الله - کندهار

زماپه نظر هغه خلک چی ددولت په مقابل کښی ټوپک اخلی اصلی اولومړی لامل یی دادی چی ددوی رواغوښتینی ددولتی مقاماتوله خولکه څنګه چی اړینه ده نه پروخت اوریدل کیږی اونه هم پرخپل وخت پوره کیږی. دوهم لامل یی دادی خارجی قواوی چی دافغانانودامنیت ساتلواودافغانستان دپرمخ بیولوپه پلمه دلته راغلی دي، خلک وینی چی په تیرولسوکالوکښی نه افغانانوته امنیت راغلی اونه هم افغانستان دتیرپه پرتله یوګام پرمخ واخستی.

عادل نايبزی

زما په اند د لاندې لاملونو له امله ولس له حکومت څخه واټن نيولې:
ځيني واکمن مفسد دي او په سترو قراردادونو کې بډې اخلي چې کوچني مامورين هم د هغوی پر پل پل اخلي،
د ټولنیزې او اقتصادي پراختيا په ډګر کې د اوږدمهالو پروژو نشتوالی.

حفیظ – غزنی

د نورو عواملو تر څنګ د اسلام اساساتو ته نه درناوۍ، د بیان د آزادۍ تر نامه لاندی د افغانی کلتور ضد نشرات، د ښځو لپاره د غربی ډوله حقوقو غوښتل چه د فحشا تر حده رسیړی، بل دا چه بهرنیان افغانانو ته پخپله خاوره کی د پردیو په سترګه هم نه ګوری یعنی بهرنیان افغانانو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی او داسی ښکاری لکه چه دوی د افغانستان اتباع وی او افغانان له دوی سره د مجرمینو په ډول بندیان وي.

احمد الله سرور پوپل - کندهار

له اورپکۍ څخه د دخلګو د راګرځولو لپاره باید دولت اونړیواله ټولنه رښتنی پالیسی خپله کړی اودولت په زیاته کچه خلګوته وظیفی پیداکړی اومصروف یی وساتی. اودبیکاری بیوزلی اودښمنی ټغر ټول کړي.

عبدالرحمن تسل – لوګر

زما په اند اورپکۍ ته د اولسي وګړو د ورماتیدلو ستر لامل د همدغو وګړو دعامه پوهاوي کموالی دی او ورسره له اورپکو سره دګاونډ پاکستان دستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب په موخه مرستې ددې لامل شوی چې اوپکي په سیمه کې پياوړي شي او په خلکو کې یو ډول ویره خپره کړي او بل داچې د واکمن حکومت داورپکو پر وړاندې د يوپياوړي دريځ نه درلودل او دخلکو ستونزو ته نه لاس رسی وګړي اړ کړي دي چې د خپلو ستونزو دحل لپاره داورپکو ډلو ټپلو ته مخه کړي.

عارف میاخېل – د امریکا متحده ایالات

نړیوال په یو لوبغالي کښې په یو وخت ۴۷ لوبې کوي، دا اورپکي هم ددوي ده. که نړیوال په خپلو کښې جوړ شې او کومې ګټې چې په افغانستان کښۍ لري هغه سره شریکې کړي نو نه به اورپکي وي او نه به د افغانستان خلک له خپل حکومته لرې شي.

زید کې – افغانستان

له حکومته د خلکو د لرې کېدو علتونه دا دي:
ریس جمهور له غلطو کسانو څخه مشوری اخلي، هغه کسان چی له بهرنیو ځواکونو سره کار کوي بهرنیو ځواکونو ته غلط ریپوټونه ورکوي ، او امریکا غلط پلانونه تعقیبوي.

احمد شاه نورزی – دالیان، چین

په افغانستان کې د اورپکۍ د کابوکولو اسانه لار دا ده چې حکومت باید اسلامي قوانین او مقررات پلي کړي. په دې کار به هغه خلک چې د اسلام لپاره جنګیږي قانع شي او دویم دا چې قانون ماتونکو ته به سزا ورکړل شي.

محمد داود خان – ناڅرګند ځای

اوس ډیره ناوخته شوې ده . د امریکا حکومت او افغان حکومت دومره تیروتنی کړي چی دویلو ندي او نه هم د وضعیت د کنترول امکان شته.

شفیق الله – جلال آباد

زما په نظر د اورپکۍ اصلی لامل اداري فساد او په هېواد کې د بهرنیوځواکونو شتو دی.

زړګی حبیبي – ننګرهار

زما له انده په افغانستان کې د اورپکو سره د خلکو د یو ځاې کېدلو علت د بهرنېو څواکونو خپلسرې عملېات اقتصادې ستونزې او د کار نشتوالې دې.

خالق – کوټه

یو شمېر خلک له چارواکو څخه د هغو د چلند او فساد له امله نهیلي شوي دي، نو ځکه غواړي چې مخالف لوري ته ورشي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .