هيلري کلنتن : کابل ته د حقايقو د موندلو لپاره راغلې يم

کلنتن
Image caption هيلرې کلنتن په کابل کې د ښځو د حقونو له فعالينو او د برهان الدين رباني له زوى سره وليدل

د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلرې کلنتن افغانستان ته د سفر پر وخت هڅه کوي چې ولسمشر حامد کرزى له طالبانو سره د بيا پخلاينې د چارو تداوم ته وهڅوي .

ولسمشر کرزي د بيا پخلاينې پر بهير له هغه وروسته زړۀ تنگي وښووله چې د دۀ د سولې د عالي شورا ريس برهان الدين رباني ووژل شو .

امريکايي چارواکي وايي ميرمن کلنتن غواړي افغانان په دې قانع کړي چې واشنگټن له دوى سره د اوږدمهالو اړيکو غوښتونکى دى .

له ميرمن کلنتن سره په سفر کې ملۀ يوۀ امريکايي مامور خبريالانو ته وويل:

" دا ( ميرمن کلنتن) غواړي د يوۀ باثباته او پر امنه افغانستان لپاره د امريکا د ملاتړ يادونه وکړي ."

ميرمن کلنتن تيره شپه ( چارشنبه د اکتوبر ١٩) کابل ته ورسيده ، د دغه سفر په باب وار دمخه څه نه و ويل شوي.

يوۀ امريکايي مامور وويل:

" ميرمن کلنتن غواړي په دې ټينگار وکړي چې متحد ايالات لا هم په افغانستان کې بيا پخلاينې ته ژمن دي او په دې برخه کې د ولسمشر حامد کرزي د هلو ځلو ملاتړ کوي او په دې پوهيږي چې د برهان الدين رباني له وژنې راهيسته دا بهير له کړاونو او مشکلاتو سره مخامخ شوى دى ."

د ښځو اندېښنه

هيلرې کلنتن په کابل کې د مدني ټولنو له مشرانو سره وليدل او د ښځو د حقونو له ځينو پالونکو سره يې خبرې وکړې.

ميرمن کلنتن د ښځو د حقونو فعالينو ته ډاډ ورکړ چې چارواکي به پوهوي او سياستوالو ته به په لوړو مقامونو کې وايي چې د ښځو اندېښنې د متحدو ايالاتو د حکومت لوړ پوړو مامورينو اوريدلي دي .

هيلرې کلنتن وويل : زۀ دته ( کابل) کې يم چې حقايق ومومم. زۀ غواړم په دې پوه شم چې افغانان د بل گام په باب څه فکر کوي .

ميرمن کلنتن په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې تر ټولو ډيره فعاله ښکاري خو فعالينې ويره لري چې له اسلام پالو وسله والو سره هر ډول معامله ښايي د ښځو د پرمختگونو مخه ډب کړي.

هيلرې کلنتن په کابل کې د برهان الدين رباني له زوى صلاح الدين سره وليدل او ورته ويې ويل چې د دۀ پلار زړور سړى و او غوښتل يې چې سم کارونه وکړي .

د برهان الدين رباني زوى په ځواب کې وويل چې موږ به هڅه کوو چې د خپل پلار لاره تعقيب کړو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره په کابل کې له ولسمشر کرزي او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره هم ويني.

هيلرې کلنتن به له افغانستان څخه پاکستان ته خوځيږي چې په اسلام اباد کې له چارواکو سره خبرې وکړي.