چين: که افغانستان کې تاوتريخوالي ډيرهم شي پانگونه پکې نه پريږدو

چين
Image caption چين د افغانستان په طبيعي زيرمو کې د ډيرې پانگونې لېوالتيا لري

کابل کې د چين د سفارت اقتصادي او سوداگريز استازي رسنيو ته ويلي چې په افغانستان کې به د دوى پانگونه دتاوتريخوالي په ډيريدا او يا د لويديځو ځواکونو په وتلو پورې نه وې تړلې.

چينايي ديپلومات ووو گانگچين چې له تيرو دوو کلونو په افغانستان کې کار کوي د رايټرز خبري اژانس ته ويلي چې په افغانستان کې امنيتي وضع د دوى پر پانگونو اغيز نه شي کولى.

دۀ وويل : " په افغانستان کې يوه خبره سل په سلو کې روښانه ده او هغه پرمختگ دى، خلک بايد نس موړ کړي ، د حکومت څرخ بايد وڅرخيږي او سوداگري بايد وشي او دا ټولې خبرې وده غواړي."

د چينايي ديپلومات دا څرگندونې په داسې وخت کې شوي چې د چين د تيلو لوى ملي شرکت په افغانستان کې د تيلو د را ايستلو يو تړون لاسليک کړ.

د دغه چينايي ديپلومات څرگندونې پر افغانستان د ستر اقتصادي نړيوال ځواک په توگه د چين ډاډ څرگندوي.

د افغانستان اقتصاد د درو لسيزو جگړو له امله ويجاړ شوى دى.

نا امني

په دې وروستيو کلونو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو او له لويه سره د تاوتريخوالي له ډيريدا سره ډير پانگوال په افغانستان له پانگونې ته زړۀ نه ښه کوي.

خو چينايي ديپلومات ووو گانگچين په دې باور دى چې وسله وال بغاوت به تل تر تله نه وي.

دۀ وويل: " "

چينايي شرکتونه د نړۍ په نورو ځينو هغو سيمو کې واردمخه ښه کاروبار کوي چې تاوتريخوالى پکې شته.

ووو گانگچين وويل: " د سرو زرو يوه کوټه ښايي د بل چا لپاره تش خاورې وي. د سود سودا لپاره بايد خطر وگالل شي."

زيرمې

اټکلونه ښيي چې ښايي په افغانستان کې د درو تريلينو ډالرو په ارزښت معادن شته وي.

چينايي ديپلومات د رايټرز خبري اژانس ته وويل: " افغانستان په زيرمو شتمن دى او اقتصادي ودې ته لېواله دى له همدې امله بهرنيو پانگوالو ته د افغانانو غيږ پرانيستې ده، نو چينايي شرکتونه که دلته موقع ومومي او شرايط سم وي نو په خپل سر پريکړه کولى شي ."

چينايي ديپلومات د لوگر په ولايت کې د عينکو د مس په کان کې د چين د څه باندې څلور ميليارده ډالرو پانگونه وستايله او ويې ويل دا به د افغان حکومت عايدات ډير کړي او خلکو ته به کار پيدا کړي.

د چين يوۀ بل شرکت هم له کابله تر تورخمه او له کابله تر مزار شريف پورې د اورگاډي د پټليو د غځولو لپاره د لومړنيو مطالعاتي څيړنو تړون ترلاسه کړ .