بگرام کې افغان ناروغ زنداني مړ شوى دى

بگرام
Image caption د بگرام په هوايي ډگر کې د امريکايي پوځ تر لاس لاندې لوى زندان دى

په افغانستان کې امريکايي ځواکونو د بگرام د پوځي اډې په زندان کې د يو افغان بندي د مړېنې خبر خپور کړى او په خپره شوې وينا پاڼه کې يې ويلي چې دغه بندي په سر کې سرطاني دانه لرله چې د درملنې نه و .

د دغه بندي د پيژنگلوى په اړه ډير جزئيات نه دي خپاره شوي او امريکايي ځواکونو هم د دغه بندي په اړه نه دي ويلي چې په کوم تور بندي شوى و .

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په زندانونو کې له بنديانو سره د بد چلند رپوټونه ډير ځله رسنيو ته راوتلي او په خپله خوشې شويو بنديانو هم په دغو زندانونو کې د ناوړه سلوک کيسې کړي دي .

خو د دغه بندي د مړينې په اړه چې په دې وروستيو کې مړ شوى امريکايي ځواکونو ويلي چې دوى يې درملنه کوله.

دغه راز د بگرام له هوايي اډې نه په خپره شوې اعلاميه کې دا هم راغلي چې هغوى تل د سره صليب د نړيوالې کميټې له چارواکو سره همکاري کړې او هغوى تل له دغو زندانونو نه ليدنې کتنې کړي او دا زمينه يې هم برابره کړې چې د بنديانو کورنۍ له خپلو خپلوانو سره په زندانونو کې وگوري.

خوشې شوى بندي

خو د بگرام له زندانه يو خوشې شوى بندي حضرت الله ستومان وايي چې کله د بگرام په زندان کې کوم بندي ناروغ شي ، نو څو ورځې په کار دي چې د هغه غږ تر مسولو روغتنيايي کارکونکو ورسول شي.

د ښاغلي ستومان په خبره د ناروغو بنديانو د علاج لپاره هغه شان اسانتياوې نه شته چې بنديان ورته اړمن دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو ادارې هم دا مني چې د بهرنيو ځواکورنو په زندانونو کې نه له بنديانو سره انساني چلند کيږي او نه هم د هغوى د دارو درملو لپاره کومې ځانگړې تابياوې شته.

په کابل کې د بشري حقونو او چاپيريال ساتنې د ادارې مشر عبدالرحمن هوتکي وايي چې دوى په دې تړاو څو ، څو ځلې د اعتراض غږ پورته کړى ، خو په خبره يې چې چا پرې غږ نه دى گرولى.

انديښنې

په افغانستان کې د سره صليب نړيواله ټولنه يوازينى اداره ده چې تر ډيره د بنديانو او د هغوى د کورنيو تر منځ د ليدو کتو زمينه برابروي ، خو د هغوى د درملنې په برخه کې لاس بري نه دي.

په کابل کې د سره صليب د نړيوالې کميټې وياند عبدالحسيب رحيمي وايي سره له دې چې د بنيدانو کورنيو ته د مړو شويو بنديانو سپارنه د زندانونو د چارواکو دنده ده ، خو بيا هم دوى تر اوسه په دې برخه کې د بنديانو له کورنيو سره تر خپله وسه مرستې کړي دي.

په ټوله کې هغه څه چې د ننه په زندانونو کې د بنديانو سره پيښيږي په اړه يې يا خو هيڅ مالومات نه شته او که وي هم په نشت حساب دي چې پر همدې تړاو د بشري حقونو او نورو نړيوالو ادارو انديښنې هم مخ په ډيريدو دي .

په پام کې وه چې د بگرام د زندان ټولې چارې افغان لوري ته وسپارلې شي ، خو وروسته دغه څه وځنډول شوه او په اړه يې داسې ويل کيده چې يو خو افغان امنيتي ځواکونو دغه وړتيا نه ده موندلې چې دغه بنديان په خوندي توگه وساتي او بله دا چې د افغان امنتي ادارو په اړه داسې رپوټونه هم خپاره شوه چې گواکې له بنديانو سره بد چلند کوي او په زندانونو کې بنديان د افغان ساتونکو له خوا ربړول کيږي .