دوديزه لويه جرگه د نومبر په ١٦ کيږي

جرگه
Image caption چارواکي وايي چې ښايي په دې جرگه کې شاوخوا دوه زره کسان برخه واخلي

افغان دولت ويلي چې دوديزه لويه جرگه به د روان ميلادي کال د نومبر په شپاړسمه نيټه په کابل کې جوړه شي .

په دغه جرگه کې به د واشنگټن او کابل تر منځ د ستراتيژيک تړون جزئيات او له مخالفو وسله والو ډلو سره د روغې جوړې پر سر خبرې اترې وشي .

د دوديزې لويې جرگې د جوړيدا خبره له ننه شپږ مياشتې وړاندې پورته شوې وه چې په اړه يې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي و چې له امريکا سره به په ستراتيژيک تړون د افغانانو استازي ، مخور او سپين ږيرې مشران راوبولي او د دغې جرگې په ترڅ کې به د دغه تړون په جزئياتو سره سلا مشورې وکړي.

خو په ځينو سياسي کړيو او د ملي شورا په دواړو جرگو کې له سختو ناندريو وروسته دا دى د جرگې د سمبالښت کميسيون پريکړه کړې چې دغه دوديزه جرگه به د نومبر په شپاړسمه نيټه په کابل کې پرانيستل شي او څلور ورځې به روانه وي ، د دغه کميسيون ويانده صفيه صديقي وايي چې په جرگه کې به د 2000 په شاوخوا کې کسان برخه واخلي.

اغلې صديقي وايي چې د جرگې گډونوال به د قامي ، ټولنيزو او وړتياو پر بنسټ تاکل کيږي.

خو زياتوي چې تر اوسه پورې د جرگه والو نوملړ د افغان ولسمشر له خوا نه دى بشپړ شوى .

ملي شورا

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ملي شورا د دا وړ جرگو اساسي رکن دى چې استازي يې بايد په هغو کې برخه واخلي.

خو د ولسي جرگې پر څو ناستو کې پريکړه شوې وه چې د دغې جرگې غړي به په دوديزه لويه جرگه کې برخه نه اخلي .

اوس داسې ښکاري چې د ولسي جرگې شاوخوا سل کسو استازو په دغه جرگه کې د گډون لپاره ځانونه ثبت کړي دي.

خو د جرگې د اجندا پر سر هم بيلا بيل نظرونه شته او گڼې نيوکې هم په دې تړاو راولاړې شوي دي.

د ولسي جرگې يو شمير استازي وايي چې ښايي په دغه جرگه کې ولسمشر کرزى خپلې نورې اجنداوې هم په جرگه والو وتپي.

په ولسي جرگه کې د کندهار د خلکو استازى محمد نعيم لالى وايي چې په دې توگه جرگه د دوى له نظره قانوني بڼه نه لري ، نو ځکه په کې برخه نه اخلي.

ښاغلى لالى وايي چې د دغې جرگې پايلې هم جوتې نه دي او د ده له نظره ښايي سمو پايلو ته هم و نه رسيږي. هغه وايي هغه لگښت چې پر دغې جرگې کيږي روڼ نه دى او د دې پر ځاى کيداى شوه چې ولسمشر له خپلو وزيرانو ، سلاکارانو او نورو کسانو سره د ارگ په ماڼۍ کې په دې برخه کې سلا مشورې کړې وې.

خو داسې کسان هم شته چې وايي ښايي دغه جرگه په افغانستان کې مهمې مسالې وڅيړي او تر ټولو غوره يې دا بولي چې له وسله والو مخالفينو سره د جوړ جاړي پر سر يوې پايلې ته ورسيږي .