ستاسو غږ: د استانبول له غونډې څه تمه لرﺉ؟

افغان ترک
Image caption ناټو هېله لري د استانبول غونډه یو سیمه ییز تړون رامنځته کړي چې بیا به د بن غونډې ته وړاندې شي.

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د نوامبر پر دویمه د افغانستان په اړه د سیمه ییزه مشرانو یوه غونډه د ترکیې په استانبول کې جوړه شي، چې متحده ایالتونه او ملګري ملتونه به هم په کې ګډون ولري.

د استانبول کنفرانس موخه دا ده چې د افغانستان سیمه ییز لوبغاړي د یوه باثباته، خپلواک او له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ژمنه وکړي.

په دغه غونډه کې به افغانانو ته د هېواد د امنیتي مسؤلیتونو پر لېږد هم خبرې وشي.

همدا راز تمه ده چې د استانبول کنفرانس به د "ورېښمو د نوې لارې" تر نامه لاندې د پیاوړې سیمه ییزه اقتصادي همکارۍ او د سوداګریزو مالونو د ازاد لېږد رالېږد نظریه هم غښتلې کړي.

ناټو هېله لري چې د استانبول غونډه به یو سیمه ییز تړون رامنځته کړي چې وروسته بیا د بن غونډې ته وړاندې شي.

له دغه کنفرانس څخه ستاسو تمې څه دي؟ ستاسو په نظر ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې له ټیکاو سره څنګه مرسته کولی شي؟

نظر او پوښتنه مو د پنجشنبې تر مازیګره په برېښنالیک کې پر دې پته راولېږﺉ: ‌pashto@bbc.co.uk

او یا مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړﺉ:

۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د اس ام اس له لارې هم د پروګرام د خپرېدلو پر مهال پر دې شمېرې رالېږلی شئ:۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسو ځينې برېښنالیکونه

سمیع الله امانزی د استانبول کنفرانس ته د ډیری افغانانو هیلې را ولاړې شوی دي چې دا به یوډیرګټور اوسرنوشت سازکنفرانس وي خو دلته یوه خبره ډیره داهمیت وړده هغه داچه ګاونډی هیوادونه که په ریښتیا له افغانانو سره خپلو خواخوږیو او همکاریو ته ژمن پاتی شی او که چیرته له صداقت نه کارواخلی نو زه فکرکوم چه دا به یو ډیر ګټور کنفرانس وي.

غیرت الله غیرت ـ کندهار د استانبول له کنفرانسه مخکې باید له ګاونډیو سره خبرې شوې وی او ژمنه ترې اخیستل شوې وی چې د اورپکو ملاتړ به نه کوي.

صفی الله ناصري - وردګ زه فکر کوم چی د استانبول ناسته به د سولې لپاره کوم اغېز ونه لري ځکه په اسلامی نړی کی د ایران، پاکستان، سعودی عربستان او ترکیی تر منځ نا سالمه سیالی روانه ده او هر یو هڅه کوی چی په اسلامی نړی کی د اسلامی هیوادو په مسلو کی لمړی خبره وکړي.

احمدالله سرور- کندهار داستانبول غونډه به دافغانستان دمشرانو لپاره ښه موقع وي چې د افغانستان په مورد کې دګاونډیو اوسمییزو هیوادونوناوړه چلند او درواغجنی تګلارې او لاسوهنې په ګوته کړي.

عصمت الله الحیری لرې نه ده چی داستانبول کنفرانس به داقتصادي مشکلاتو په حل کی بی مثاله رول ولوبوي، امادامنیت په لحاظ رښتینی قضاوت دادی چی پاکستان اونورهیوادونه چی ددولت مخالفینوته پناه، وسلی اومهمات ورکوي باید محاکمه اولازمه سزا ورکرل شي.

نصرت صمیم - کابل زما په فکر تر څو چې پاکستان وې مونږ به همداسې در په دره يو. دا چې په تیرو لسو کالونو کې د افغانستان لپاره بنیادې کارونه ونه شول دلیل یې دا دی چې پاکستان نه غواړي چې افغانستان جوړ شی. ترڅو چې له پاکستان سره روغه ونه شي د ترکیې او بن غونډې هیڅ معنا نه لري هسې د پیسو مصرفول او د وخت بې ځایه تیرول دې.

زید لکڼ د استا نبول په کا نفرانس کې به ګا ونډیان د با ثبا ته افعا نستان لپاره د تل په څیر هسی وعدې وکړي، مګر د افعا نستا ن ثبا ت له طالبانو سره له جووړجاړي پرته ممکن نه دی.

محمد یحیی ترین ـ کابل زما په فکر دغه غونډه به هیڅ فایده و نه کړي ځکه داسې غونډې ډیرې دایرې شوي خو کومه مثبته نتیجه یې نه ده ورکړې. نو د کومې ښې نتیجې هیله نه لرم .