کابل: د ١٧ نورو سيمو امنيتي مسووليت په غاړه اخلو

افغان ځواکونه
Image caption چارواکي وايي افغان ځواکونه چمتو دي چې نور مسووليتونه هم ومني

په پام کې ده چې ولسمشر حامد کرزى د دغو ١٧ سيمو نومونه د استانبول په کنفرانس کې چې په راتلونکې ميلادي مياشت کې جوړيدونکى دى اعلان کړي .

د افغانستان د دفاع وزارت وايي په دغه پړاو کې به په ډيرو مهمو سيمو کې مسوليتونه افغان ځواکونه ته انتقال شي .

د دويم پړاو لپاره چارواکو اووه ولايتونه ، لس ښارونه او ولسوالۍ په نښه کړي دي.

د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې مشر عبدالخالق فراهي په همدې تړاو د ۱۷ ولايتونو واليانو او مرستيالانو ته وويل هغه سيمې چې د امنيت به يې په دويم پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي د ولسمشر حامد کرزي له خوا د استانبول په غونډه کې اعلان شي.

د انتقال په لومړي پړاو کې چې د جولاى په مياشت کې ترسره شو له نړيوالو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د اوو سيمو مسوليتونه انتقال شوه .

د افغانستان د ناامنو سيمو لکه بادغيس، غزني، هلمند او ميدان وردګو ځينې سيمې هم د انتقال د لېږد په دويم بهير کې شاملې دي.

اوس ځينې کتونکي د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د کافي وسايلو نه شتون د دوی لپاره تر ټولو ستره ننګونه بولي.

چمتوالى

ځايي چارواکي له نړيوالې ټولنې او افغان حکومت نه غواړي چې په دې برخه کې ډېر پام وکړي.

خو د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي هغه سيمې چې د دويم پړاو لپاره په نښه شوي د مسووليت اخيستو لپاره بشپړې چمتو دي.

په همدې حال کې د سيمه ييزو ادارو مشر د انتقال په بهير کې د افغان ځواکونو وړتياو ته په اشارې وايي د ليږد په لومړي پړاو کې افغان ځواکونو وښوده چې د مسوليتونو د سپارلو لپاره پوره پوره چمتوالى لري.

دى زياتوي چې په ډيرو لږو امکاناتو سره افغان ځواکونه وتوانيده چې په دغو سيمو کې امنيت ټينگ کړي.

ښاغلى فراهي زياتوي چې دوى به د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ډير څه ترسره کړي.

افغان چارواکي وايي هغه مسوليتونه چې د انتقال په بهير کې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي دوى به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته وتوانيږي چې د خپل هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا نه په کلکه ننگه او دفاع وکړي.

سره له دې چې ځيني خلک د مسوليتونو انتقال ته په ښه سترگه نه گوري ، خو افغان او نړيوال چارواکي وايي چې د ٢٠١٤ کال تر پايه به افغان ځواکونه د دې جوگه شي چې د مسوليتونو دغه پيټې ته اوږه ورکړي .