د حاجيگک د کان کنستونکي بريالى شرکت به ژر اعلان شي

حاجيگک
Image caption د حاجيگک د اوسپنې کان د ميدان وردگو او باميانو په ولايتونو کې دى

افغان حکومت وایي د حاجيګک د اوسپنې د کان راویستو ته د ولاړو کمپنیو د غوښتنلیکونو ارزونه په چټکې روانه ده او کیدی شي ګټونکې کمپنۍ په نژدې راتلونکي کې اعلان شي.

د کانو وزارت وایي په دې کې د افغانستان د خپلو ګټو تر څنګه ډیر پام سیالۍ ته د ولاړو کمپنیو پر کاري تجروبو او مالي او بشري امکاناتو ورټول دی.

چارواکي وایي ګټونکي کمپنۍ باید له پلان سره سم د نوي عیسوي کال په پیل کې د دغه کان تخنیکي مطالعه پيل کړي.

افغان حکومت د هیواد راتلونکي اقتصادي وده د کانونو په راویستو پورې تړلې بولي او هڅه یې دا ده چۍ نړیوال پانګوونکي د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته وهڅوي.

د حاجیګک د وسپنې د کان د راویستو پروژه د عینکو د مسو په کان پسې ، د ځمکې لاندې زیرمو د راویستو په برخه کې په افغانستان کۍ قرارداد ته وړاندې شوې دوهمه لویه پروژه ده.

چارواکي وایي دغه قرارداد ته په شرایطو د برابرو شپږو ولاړو کمپنیو د غوښتنلیکونود ارزونې بهیر پای ته ورلنډ شوی او د افغانستان د وزیرانو شورا به ګټونکې کمپنۍ په نژدې راتلونکې کې اعلان کړي.

د کانو د وزارت ویاند جواد عمربي بی سي ته وویل د اروزنې په دغه بهیر کې ډير پام د بهیر د روڼوالي تر څنګه ، د یوې داسې کمپنۍ پر غوره کولو ورټول دی چې د کاري تجربې او بشري او مالي امکاناتو له اړخه تر نورو غښتلې وي.

"د قرارداد شرایط او معیارونه له وړاندې معلوم دي.د دې تر څنګه ډیر غور په دې هم ورټول دی چې ګټونکې کمپنۍ باید بډایه کاري تجربه ولري او د مالي او بشري امکاناتو له اړخه غښتلې وي.دا راز د کمپنۍ په غوره کولو کې یو بل مهم شرط افغانستان ته د ورکول کیدونکې ګټې د اندازې زیاتوالی دی. په دې کې بله هیڅ ملاحظه نشته او موږ ته دا مهمه نه ده چې ګټونکې کمپنۍ د کوم هیواد ده او پانګه وال یې څوک دي."

تخنیکي مطالعه

ښاغلی جواد د ګټونکې کمپنۍ د اعلان دقیقه نیټه نه ښیي خو وايي دا به ډير وخت وانه خلي ځکه چې د پلان او مهال ویش له مخې خبره باید د ۲۰۱۱ میلادي کال له ختمیدو وړاندې معلومه شي او ګټونکې کمپنۍ باید د یو مهم شرط په توګه د ۲۰۱۲ میلادي کال له پيل سره جوخت د حاجیګک د وسپنې د کان تخنیکي مطالعه پيل کړي.

د حاجیګک د وسپنې کان د نړۍ د خورا سترو کانونو له ډلې دی چې د اټکل له مخې د وسپنې یو اعشاریه ۸ ميلیارده ټنه داسې کاني مواد لري چې د وسپنې اندازه یې ۶۲ سلنې ته رسیږي.

د حجم د ډیروالي تر څنګه په دغه کان کې د وسپنې همدغه لوړه فیصدي هم هغه څه دی چې د چارواکو په وینا ۲۴ معتبره نړیوالې کمپنۍ یې د دغه کان د قرارداد خپلولو ته هڅولې وی.

افغان حکومت له لویه سره د هیواد راتلونکی اقتصادي پرمختګ د هیواد په لاس ناخوړلو پراخو کاني زیرمو پورې تړلی بولي. چارواکي اټکل کوي چې افغانستان د شاوخوا درې تریلیونه ډالرو په ارښت دا ډول زیرمې لري او که چیرې یې پر راویستو پانګونه وشي نو دغه بیوزلی هیواد به په لنډه موده کې د سیمې پر یو شتمن هیواد بدل شي.