فرانسه او افغانستان ستراتيژيک تړون لاسلیکوي

کرزی او نیکولاس سارکوزي
Image caption له فرانسې سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون چې ټاکل شوې ژر لاسليک شي، وړانديز يې تېر وړى د فرانسې د ولسمشر نيکولاى سرکوزي کړى و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې له فرانسې سره به به د استانبول تر غونډې مخکې د ستراتيژيکو همکاریو یو تړون لاسليک شي.

افغان چارواکي وايي چې دغه سند به تر پنځو کلونو پورې اعتبار ولري او تر هغې وروسته ددواړو هېوادونو د هوکړې پر بنسټ له سره نوى کېږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې د کېدونکي تړون له مخه به فرانسه په امنيتي، سياسي، اقتصادي او نورو ډگرونو کې د افغانستان ملاتړ کوي.

افغانستان څو اوونۍ مخکې له هند سره هم د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو يو ورته تړون لاسليک کړى و، چې دا دى اوس له فرانسې سره هم لاسلکېږي.

هيله کېږي چې په دغه هېواد کې تر جوړېدونکي دوديزې لوى جرگې وروسته به د امريکا له متحدو ايالتونو سره هم د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو تړون هم لاسليک شي.

انگيرل کيږي چې له دغه سند سره به امريکه په افغانستان کې د تلپاتې پوځي اډو جوړولو حق هم تر لاسه کړي.

افغان حکومت په پام کې لري چې ورته تړون له برتانيا او اروپايي ټولنې سره هم لاسليک کړي.

چارواکي وايي چې د دغو تړونونو موخه تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته يعنې تر هغه مهال ها خوا چې ټول بهرني ځواکونه به وځي په افغانستان کې د گاونډيو د لاس وهنو او کورني اړو دوړ مخه نيول دي.

د نړيوالو چارو کارپوه جعفر رسولي دغه راز تړونونه د افغانستان لپاره گټور بولي، خو وايي هیله ده له داسې هېوادونو سره لاسليک شي چې په خپلو کې سياسي او فکري توپيرونه ونه لري:

''دا له دوو ليدلورو گټور دى يو دا چې په افغانستان کې ورسره ولسواک جوړښتونه پياوړي کېږي، بله دا چې په سيمه یيزه کچه کمزوري هېواد افغانستان کې د واکمنۍ د تشې مخه نيسي.

نو دا تړونونه هم د افغانستان کورني امنيت او ټيکاو ته گټور دي او هم سيمه ییز او نړيوال امنيت ته گټه لري، خو هله چې افغانستان له توپير لرونکو نړيوالو ځواکمنو بلاکونو سره تړونونه لاسليک نه کړي، بلکې يو تگلورى بايد غوره کړي.''

له فرانسې سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون چې ټاکل شوې ژر لاسليک شي، وړانديز يې تېر وړى د فرانسې د ولسمشر نيکولاى سرکوزي کړى و.

که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.

ورته مطالب