'پاکستان کې د اورپکو پټنځایونه لویه ننګونه ده'

پاکستاني طالبان
Image caption پر طالبانو تور دی چې جګړو او ځانمرګو بریدونو ته تنکي زلمیان هڅوي.

د امریکا دفاع وزارت په خپل هغه راپور کې، چې د دغه هېواد ګانګرس ته یې وړاندې کړی، د افغانستان امنیتي حالت ښه بللی او وايي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی لږ شوی.

په افغانستان کې د ایساف مېشت ځواکونه وايي، د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په کال کې دوه ځله د امریکا کانګرس ته راپور ورکوي.

ایساف وايي، سره له دې چې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو په پاکستان کې د وسله والو پټنځاینونه د افغانستان د امنیت لپاره لویه ننګونه ده.

په کابل کې دایساف ځواکونو ویاند وايي، په افغانستان کې د ورانې وضعې په اړه کانګرس ته د امریکا د د فاع وزارت وړاندې شوی راپور حقیقت لري.

ګانګرس د دفاع وزارت لخوا په وړاندې شوي راپور کې نور جزییات رسنیو ته نه دي ورکول شوي، خو په دغه راپور کې دومره ویل شوي، چې د افغانستان امنیتي وضعیت د پخوا پرتله ښه شوی.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند کارسټن جاکوبسن وايي، چې نړیوالو ځواکونو د وسله والو طالبانو مشران له منځه وړي او د هغوی اکمالاتي لارې یې ورتړلې دي.

ښاغلی جاکوبسن دارنګه وايي، د افغان دولت وسله وال مخالفان اوس د ده په وینا له نړیوالو ځواکونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري او یوازې ملکي وګړي په نښه کوي:

مخامخ جګړه

''په دې کې شک نشته، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري او ډېر بې ګناه خلک وژل کېږي، خو وسله وال اوس له موږ سره د مخامخ جګړې وس نه لري. دا چې دوی زموږ له ځواکونو سره نه شي مخامخېدلای، نو وسله وال یوازې ماشومان، بې ګناه خلک او هغه څوک په نښه کوي، چې په لویو لارو کې سفرونه کوي او طالبان سږ کال ښه ژمی ونه لري.''

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د امریکا د دفاع وزارت راپور تاییدوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې وسله وال طالبان د تېښتې په حال کې دي:

''د هرې اوونۍ او هرې ورځې په تېرېدا وسله وال طالبان له منځه وړل کېږي، وژل کېږي او کمزوري کېږي. دوی د تېښتې په حال کې دي، تل د تېښتې په حال کې دي. یوازې د شپې له خوا له امنیتي تشې نه په ګټه اخیستنې، په ځینو سیمو کې راوځي او هغه هم بېرته تښتي.''

Image caption د کورنیو چارو وزارت وياند ادعا کوي چې طالبان اوس د تېښتې په حال کې دي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

خو د ایساف او افغان ځواکونو له دې ادعا سره سره، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، یو شمېر افغانان بیا په دې باور دي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره امنیتي وضعیت خرابېږي.

یوازې په تېره اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې ماینونو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته مطالب