خوست په انځورونو کې

د خوست په ولايت کې د بي بي سي د خبريال الياس وحدت له خوا اخيستل شوي ځينې عکسونه چې هلته د ژوند ځينې برخې ښيي.

  • ځاځي ميدان
    د ځاځي ميدان سيمه، زرغونې کروندې، شين اسمان ، که کراري وي د مځکې پر مخ تر جنت کم نه دى
  • ځدراڼ سپين روبى
    د ځدراڼو د سيمې پر دغۀ سپين روبي گڼې خوږې ترخې تيرې شوي خو لا يې هم هوډ له لاسه نه دى ورکړى
  • ازموينه
    د خوست زده کوونکي ازموينه هم په داسې مځکه ورکوي چې ناسته يې له ازموينې کمه نه وي، دلته پستې څوکۍ نشته ډبرينه مځکه ده او بس.
  • ښوونځى
    د خوست ځينې ښوونځي تر شنه اسمان لاندې، که ټکنده غرمه وي که وريځ وي ماشومان الف افغانستان او ب بابا زده کوي
  • ماشومان
    ټول ماشومان ښوونځي ته نه شي تللى ځينې يې په ښار کې په مزدورۍ اخته وي چې د ماښام ډوډۍ ومومي.
  • جومات
    خوستيان د يوۀ لوى مرکزي جومات په لرلو وياړي، دا جومات د طالبانو په واکمنۍ کې پيل او په تيرو کلونو کې بشپړ شو

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .