په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۷۰ کلن محمد یعقوب ۲۹ اولاده لري

۷۰ کلن محمد یعقوب هغه افغان دی، چې له خپلو دوو ښځو یې ۲۹ اولاده پیدا شوي دي.

نوموړی وايي چې ۱۱ زامن او څلو لوڼې یې ژوندۍ دي او نهه زامن او څلور لوڼیې یې مړې شوې دي.

محمد یعقوب وايي د اولاد په روزنه کې له هېڅ کومې اقتصادي ستونزې سره نه دی مخامخ شوی.

ښاغلی یعقوب دا مهال د پکتیا ولایت ګردېز ښار د آیسکریم په یوه دوکان کې کار کوي.

له ښاغلي یعقوب سره احسان الله مهجور مرکه کړې ده.