افغانستان او پاکستان د رباني د وژنې ګډه پلټنه کوي

د افغانستان، پاکستان او ترکیې ولسمشران
Image caption د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل وویل چې پاکستان او افغانستان باید یو پر بل باور پیدا کړي.

د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په تړاو په شپږم کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان ولسمشران سره سلا شوي چې د افغانستان د سولې د مرکچي برهان الدین رباني د وژل کېدو په تړاو به یو ګډ کمېسیون جوړ کړي.

برهان الدین رباني د تېر سپتمبر پر ۲۰مه په کابل کې یوه ځانمرګي برید وواژه.

د افغانستان د شپږو ګاونديانو په ګډون په دې ناستې کې د ۲۷ سازمانونو او هېوادونو استازي برخه لري.

'د اسیا په زړه کې امنیت او همکاري'

د چهار شنبې ورځې د استانبول 'د اسیا په زړه کې امنیت او همکاري' کنفرانس هدف په سیمه کې د امنیت او همکارۍ د پیاوړي کولو لپاره د چوکاټ رامنځته کول دي.

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل وویل چې پاکستان او افغانستان باید یو پر بل باور پیدا کړي.

خو د سه شنبې ورځې د درېواړو ولسمشرانو ترمنځ خبرو کې ولسمشر کرزی او ولسمشر زرداري له شوو خبرو ډېر خوښ نه ښکارېدل.

ولسمشر کرزي شته ستونزې په ډاګه کړې، او پاکستان کې یې د اورپکو د پټنځایونو په اړه خبرې وکړې.

په دې لړ کې افغانستان او پاکستان د همکارۍ د یوه میکانیزم پر جوړولو موافقه وکړه چې په دواړو هېوادو کې ددغې پېښې په اړه له پلټنو سره مرسته وکړي.

پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري وویل: ''په سیمه د ترهګرۍ ستونزه او له هغې سره مبارزه یوه پېچلې موضوع ده، که چېرې دا ستونزه په اسانۍ سره حل کېدای شوای، موږ به په تېرو لسو کالو کې حل کړې وای.''

ښاغلي زرداري د افغانستان تېر تاریخ ته په اشارې سره وویل ''افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د یرغلګرو هدیره ده.''

ورته مطالب