'د استانبول ناستې ته د سیمه ییز امنیت د ضمانت تمه شته'

ويگاوداس اوساکاس
Image caption د اروپايي ټولنې سفير هيله ښيي او وايي که د يادې شوې غونډې پايلې په کره ډول پلى شي، نو کېدى شي چې پر سیمه یيز امنيت گټور اغېز وکړي.

مخکې له وخته به وي چې د استانبول د ناستې د پايلو په اړه کره ډول وړاندوينه وشي، خو يو شمېر بهرني ديپلوماتان چې د افغانستان روانې چارې او په ځانگړي ډول د اسنتانبول غونډه څاري، دې ته هيله من برېښي چې ياده شوې غونډه به د سیمه یيز امنيت د ښه کېدو په برخه کې يو نوى څپرکې وگرځي.

يو شمېر کارپوهان اندېښنه لري او وايي چې ددغې غونډې لپاره داسې ځانگړې کړنلاره نشته چې له مخې يې پر پاکستان فشار راوستل شي چې د ترهگرۍ ضد جگړې په ترڅ کې له افغان حکومت او نړيوالو سره ريښتوني ملگرتيا وکړي.

خو په کابل کې د اروپايي ټولنې سفير ويگاوداس اوساکاس له بي بي سي سره د يوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې هيله وښوده چې د استانبول غونډه به د يوه سیمه یيز امنيت پيلامه وگرځي:

''دغه کنفرانس چې ترکیې یې د افغان حکومت په سلا مشوره تابیا نیولې د ټولې سیمې په کچه دی. په دې کې به د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا پر اصولو، په منطقه کې د امن د راوستو پر لارو چارو ، د یوبل ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په درناوي، د یو بل په کورنیو چارو کې د مداخلې پر نه کولو او په یوه کلمه د یو بل تر څنګه په سوله کې پر اوسیدو خبرې کیږي.

خو مهمه خبره د حکومتونو له لورې په استانبول کې د کیدونو پریکړو عملي کیدل دي. هیله مې دا ده چې د استانبول کنفرانس په ټوله کې د سیمه یز امنیت لپاره د خبرو او ډیالوګ یو مثبت پیل وي. ''

په افغانستان کې ډېرى خلک پر دې اند برېښي چې د افغانستان گاونډي هېوادونه او په ټوله کې سيمه یيز هېوادونه کولاى شي چې د افغانستان د ټيکاو په برخه کې گټور گامونه پورته کړي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفير په دې تړاو د گاونډيو هېوادونو چلند جوړوونکى وباله او ويي ويل چې افغانستان او پاکستان د خپلو اړيکو د ټينگولو لپاره نويو دوه اړخيزو کړنلارو ته اړتيا لري:

سیاسي جغرافیه

''موږ ټول پوهېږو چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دي. دا هېواد له خپلو ګاونډیانو پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو اوږد تاریخ لري. موږ ټول په دې هم پوهېږو چې افغانستان د خپل منځي اړیکو له اړخه څومره له ګاونډیانو سره تړلی دی. دې ته په کتو ښکاره ده چې په افغانستان کې د سولې په راوستو او دا راز د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې ګاونډیان خورا مهم رول لري.

دا یوه اړتیا ده چې افغانان او د افغانستان ګاونډیان باید په ګډه د خپل منځي اړیکو له اړخه پر نویو تګلارو غور وکړي. لنډه دا چې د سیاسي جغرافیا په ډګر کې د شته اختلافونو پر ځای باید په متقابل درناوي ولاړو دوه اړخیزه ګټو ته لومړیتوب ورکړی شي.''

خو سره له دې هر څه يو شمېر کارپوهان باور لري که د پاکستان د ريښتوني ملگرتوب په موخه پر دغه هېواد زور را نه وستل شي، ښايي د استانبول په څېر ناستې ډېرې جوتې پايلې ونه لري.

خو د اروپايي ټولنې سفير هيله ښيي او وايي که د يادې شوې غونډې پايلې په کره ډول پلى شي، نو کېدى شي چې پر سیمه یيز امنيت گټور اغېز وکړي.

ورته مطالب