'پاکستان دې افغان ستونزه کې د ملاتړي ګاونډي رول ولوبوي'

حنا رباني کهر د انځور حقوق AFP
Image caption حنا رباني کهر ویلي افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه پخپله پرېکړه وکړي، د یوه مهم ګاونډي په توګه پاکستان باید ملاتړی رول ولري.

د بهرنیو چارو وزیره وايي چې د بن او شیکاګو په څېر ناستې به د سولې د راوستو لپاره لاره اواره کړي.

نوموړې ډاډ څرګند کړ چې دغه کنفرانس به افغانستان باوري کړي چې د سیمې ټول مهم لوبغاړي په دغه هېواد کې د سولې او ټیکاو ملاتړ کوي.

هغې دا هم ویلي چې پاکستان باید د افغانستان د ښې حکومت والۍ او پرمختیا لپاره همکاري وکړي.

د افغانستان د امنیت په تړاو د ځینو هېوادونو له خوا د نوي وړاندې شوي چوکاټ په اړه حنا رباني وویل چې په سیمه کې د امنیت په تړاو ډېر لږ میکانیزمونه شته:

''موږ د شانګهای د همکاریو د تړون، سارک او ایکو په ګډون ګڼ میکانیزمونه لرو، چې پاکستان پکې څارونکی رول لري.''

د باندینیو چارو پاکستانۍ وزیرې وویل په سیمه کې د سولې راتلو په موخه د نوي میکانیزم پر ځای باید د موجوده میکانیزم د پلی کولو هڅه وشي.

هغې ویلي چې هر نوی میکانیزم د افغانستان لپاره ګټور نه دی، او د هرې افغاني ستونزې لپاره باید افغانیزه حل ولټول شي.

حنا رباني کهر ویلي افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه پخپله پرېکړه وکړي، د یوه مهم ګاونډي په توګه پاکستان باید ملاتړی رول ولري.

د استانبول په سیمه ییز کنفرانس کې د افغانستان د ټیکاو په موخه د هند او نورو هېوادونو د رول په اړه وویل چې د ټولو هېوادونو همکاري ستايي او له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري.

هغې زیاته کړه:''پاکستان د افغانستان د امنیت لپاره یو مهم او مسؤول هېواد دی.''

ورته مطالب