ترکيه د افغانستان په معادنو کې پانگونې ته چمتو ده

معادن
Image caption تر اوسه چين په افغان معادنونو کې تر ټولو ډيره پانگونه کړې ده

په استانبول کې د سه شنبه په ورځ ( د نومبر لومړۍ) د ولسمشرانو عبدالله گل او حامد کرزي د غونډې پر وخت ترکي غاړې د افغانستان د معادنونو په برخه کې پانگونې ته لېوالتيا ښوولې ده.

ترکيه وايي په همدې هيله به ډير ژر کابل ته د خپلو کارپوهانو يو پلاوى ليږي چې له نژدې چارې وڅاري او د افغانستان د معادن له وزارت سره خبرې وکړي.

رپوټونه ښيي چې په افغانستان کې ښايي د مځکې لاندې زيرمې خورا ډيرې وي ، ځينې اټکلونه يې د درو زرو ميلياردو ډالرو په ارزښت بولي.

افغان چارواکي غواړي چې ډير هيوادونه د دوى د طبعيي زيرمو په سپړلو کې دلچسپي وښيي.

د اوس لپاره چين يوازينى هيواد دى چې په لويه کچه يې پانگونه کړې ده.

هند هم لېوالتيا لري چې په ځينو معادنونو کې پانگونه وکړي.

امنيت

بهرني شرکتونه په افغانستان کې د امنيت له خرابۍ اندېښمن دي خو د چينايي چارواکو له خولې په دې وروستيو کې ويل شوي و چې د گټې لپاره خطر بايد وگالل شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي په استانبول کې د ولسمشرانو کرزي او گل په غونډه کې ترکيې وويل چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ژمن پاتې وي.

انقره د کابل د طب له پوهنتون سره هم د مرستو ژمنه کړې ده.

د افغان ترک په نامۀ ترکيه له ډيرو کلونو راهيسته د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې ښوونځي لري.

د افغان او ترکيي مشرانو تر غونډې وروسته حامد کرزي له پاکستاني او ترکيي ولسمشرانو سره جلا سرمشريزه درلوده.

ترکيې او افغانستان په واردمخه خبرو کې پر هغې سرمشريزې هم خبرې وکړې او دواړو له اسلام اباد سره د کابل د اړيکو پر ښه کولو او د دوى په وينا له افراطيت سره پر مبارزې ټينگار وکړ.

د ولسمشر کرزي له خولې ويل شوي چې وايي سيمه له گواښونو او ستونزو سره مخامخ ده خو که صادقانه او گډ کار وشي نو دا ستونزې او گواښونه ورکيدلاى شي.