عبدالله ګل: د افغانستان خوندیتوب 'ریښتینی پیوستون' غواړي

کرزی او عبدالله ګل
Image caption ترکیه د سیمې په هېوادونو کې په افغانستان کې د ټیکاو ډېره لېوالتیا لري.

د استانبول کنفرانس ته چې ولسمشر هم پکې دی، کوربه ولسمشر عبدالله ګل ویلي چې د افغانستان ټیکاو په ریښتيني ډول پکار دی.

په دغه کنفرانس کې، چې د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل یې کوربه دی، د چین، ایران او هندوستان په ګډون د شلو هېوادونو دپلوماتان او د مرسته کوونکو ادارو استازو پکې برخه اخیستې.

په دې دوه ورځني کنفرانس کې تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان ځواکونه ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد، د افغانستان په ټیکاو کې د ګاونډیو هېوادونو رول او یو شمېر نور موضوعات څېړل کېږي.

له دې کنفرانس وړاندې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان ولسمشر اصف عالي زرداري پریکړه وکړه، چې د سولې دعالي شورا مشر برهان الدین رباني د وژنې په اړه به یوه ګډ کیمسیون جوړوي.

په پام کې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن هم دې کنفرانس ته ورشي، خو د خپلې ۹۲ کلنې مور د مړینې له کبله یې استانبول ته خپل سفر لغوه کړ.

د آغلې کلنټن پرځای د هغې مرستیال ویلیم برنز ګډون کړی.

تېره کرۍ ورځ د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو له خپلو استخباراتي مشرانو سره د بندو دروازو ترشا خبرې وکړې.

مثبتې پایلې

په دې ناسته کې د ولسمشر کرزي په حواله ویل شوي ''د رباني په وژل کېدو سخت دردېدلي یو. هیله ده چې زموږ هڅې او ناستې مثبتې پایلې ولري.''

خو په مقابل کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري بیا ویلي چې ''موږ غواړو چې سیمې د امنیت راوستو په تړاو مسؤولیت لرونکي همکاران واوسو.''

تېره میاشت ولسمشر حامد کرزي بي بي سي ته وویل چې د پاکستاني حکومت یو شمېر ادارې د اورپکو ملا تړي.

د کرزي له دې څرګندونو وړاندې امریکايي چارواکو هم پاکستان د حقاني شبکې او اورپکو په ملاتړ تورن کړی و.

ورته مطالب