کسنجر: لومړی دې د افغانستان له ګاونډیانو سره خبرې وشي

کسنجر
Image caption کسنجر د امریکا متحده ایالتونه ''افغانستان کې د برابرښت راوستو په چاره کې ناکام'' وبلل.

د امریکا یوه مخکني سیاستوال هنري کسنجر ویلي د سولې د هلو ځلو په ترڅ کې د طالبانو پرځای باید لومړی د افغانستان له ګاونډیانو سره خبرې وشي.

د متحده ایالتونو د باندینیو چارو مخکني وزیر هنري کسنجر – پر امریکايي سیاست د نیوکې په ضمن کې – ویلي ''متحده ایالتونه له طالبانو سره تر خبرو وړاندې، لومړی باید د افغانستان له ګاونډیانو سره د سولې خبره سپینه کړي او روانې لس کلنې جګړې ته د حل مناسبه لار ومومي.''

نوموړي د امریکا متحده ایالتونه ''افغانستان کې د برابرښت راوستو په چاره کې ناکام'' وبلل، او په دې لړ کې یې د ''واشنګټن پروپاګندا غیر ضروري'' وبلله.

'هېڅ اعتراض نه لرم'

کسنجر د واشنګټن ''وودرو ویلسن نړیوالو څېړنو'' مرکز کې وویل، ''له طالبانو سره د خبرو په تړاو زه هېڅ اعتراض نه لرم، خو زما په اند لومړی دې د هند، پاکستان او ایران په ګډون د افغانستان له ګاونډیو او هغو هېوادو سره خبرې وشي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تنظيمولو کې ډېر نفوذ لري. ''

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د راتلونکې په اړه شپږم کنفرانس جوړېدونکی دی.

په همدې مهال ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ولسمشران سره سلا شول چې د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین د وژل کېدا لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ کړي.

د افغانستان د راتلونکې او د منځنۍ او سوېلي اسیا د وضعیت په تړاو د استانبول په دې کنفرانس کې د ۲۷ هېوادونو او سازمانونو استازي ګډون لري.

دغه کنفرانس نژدې پنځه اوونۍ وروسته د جرمني په بن کې د افغانستان په تړاو ددویم جوړېدونکي کنفرانس لپاره د چمتووالي هڅې بلل کېږي.

ورته مطالب