ستاسې غږ: د استانبول دغوندې نتيجې څنگه عملي کېدى شي؟

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل وویل چې پاکستان او افغانستان باید یو پر بل باور پیدا کړي.

د با ثباته، خپلواک او له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ولاړ افغانستان رامنځ ته کولو په موضوع د استانبول په نړيوال کنفرانس کې خبرې وشوې.

دا کانفرانس د افغانستان په اړه له مهمو نړیوالو کانفرانسونو يو دى چې په دې هېواد د امريکا په مشرۍ له بريد لس کاله پوره کېدو وروسته د افغانستان په تړاو خبرې پکې کېږي.

ټاکل شوې ده چې بل کنفرانس به د بون د تړون د لسم کال په مناسبت په جرمني کې جوړېږي.

تاسې څه فکر کوئ چې د استانبول له غونډې څه نتيجې مخې ته راځي هغه به عملي هم شي؟ او د ثبات و ارامۍ په برخې کې څه مرسته کولى شي؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ، د پنجشنبې تر مازیګره په برېښنالیک کې پر دې پته راولېږﺉ: ‌pashto@bbc.co.uk
او یا مخامخ د ستاسې غږ پروګرام ته ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱
زنگ راووهئ.

د غه راز د ايس ايم ايس له لارې هم خپل پیغامونه د پروګرام د خپرېدلو پر مهال پر دې شمېرې رالېږلی شئ:۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .