د حنيف اتمر او نورو څيرو په شته والي نوى گوند اعلان شو

اتمر
Image caption حنيف اتمر د کليو د پراختيا، ښوونې و روزنې او کورنيو چارو د وزير په توگه د ولسمشر کرزي د کابينې بريالى غړى بلل کيدۀ

د حق او عدالت په نوم نوی ګوند، چې د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو په توګه به فعالیت کوي، جوړ شو.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر چې د دغه ګوند له مدیرانو څخه دی له بي بي سي سره په خبرو کې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د کانديدی خبره رد نه کړه.

د افغانستان د کابینې پخواني غړي او د دغه هېواد د پارلمان یوشمېر غړي هم د دغه ګوند غړي دي.

په دې اړه نورحال د ماریا صدیقي په رپوټ کې

د حق او عدالت د ګوند جوړوونکو د خپل ګوند د پرانیستو په غونډه کې وویل چې د افغانستان د خلکو د هیلو او ستونزو د هواري په موخه فعالیت کوي

هغه هیلې چې د دغه ګوند په وینا د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ افغان حکومت په تېرو لسو کلونو کې پوره نه شوی کړی

د دغه ګوند غړو وویل دوی به د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو په توګه فعالیت کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د نوي ګوند له جوړوونکو څخه دی. دي يو له هغو کسانو دى چې نوم يې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په کانديدانو کې ياديږي.

ښاغلي اتمر له بي بي سي سره د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کاندېدو خبره له وخته مخکې وبلله، خو دا یی هم رد نه کړه، چې د حق او عدالت ګوند به په ۲۰۱٤ میلادي کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کاندید ونه لري.

دیموکراتیک چلند

ښاغلي اتمر وويل:

"هرڅوک چې زموږ له ګوند څخه کاندید شي، د یوه دیموکراتیک چلند له مخې به يې کاندیدي اعلانیږي او له هغه وروسته باید د دیموکراتيک چلند له مخې يي کانديدي د ګوند لخوا تصویب شي. دغه مساله وخت له مخکې ده، اړینه ده، چې په دغه چلند کې زموږ ګوند د هېواد د قوانینو له مخې چلند وکړي او بې تفاوته به پاتې نه شي."

له ښاغلی اتمر سربېره، د کلیو د پراختیا پخوانی وزیر احسان ضیا، د ترانسپورت د وزارت پخوانی سرپرست حمیدالله فاروقي هم د دغه ګوند غړي دي.

همداراز د افغانستان د پارلمان یوشمېر پخواني غړي، لکه د کبیررنجبر، آزیتا رفعت، عباس نویان او یوشمېر نور سیاسي شخصیتونه د دغه ګوند غړي دي.په افغانستان کې له سلو ډېر سیاسي ګوندونه له یوډول کړنلارې سره فعالیت کوي، خو د نوي ګوند جوړوونکي وايي، له بېلابېلو پروګرامونو سره به کار کوي.