د هرات ځانمرگي بريد دوه کسه ووژل

هرات
Image caption ويل کيږي چې په بريد کې يوۀ ځانمرگي لومړى ځان وچووۀ او ورپسې يې دوه ملگري ودانۍ ته ننوتل

افغان چارواکي وايي له هرات ښاره ليرې پر يوۀ خصوصي امنيتي شرکت ځانمرگي ورننوتلي خو بريد يې پاى ته رسيدلى دى.

د چارواکو په وينا په بريد کې دوه ساتونکي وژل شوي او څلور کسه ټپيان شوي دي.

ويل کيږي چې له ځانمرگو سره د افغان چارواکو نښته تر څو ساعتونو روانه وه.

دغه خصوصي امنيتي شرکت نړيوالو ځواکونو ته د توکو په ليږد کې مرسته کوله.

لومړنيو روپوټونه ښووله چې يوۀ ځانمرگي د شرکت د ودانۍ په خولۀ کې ځان چوولى و.

دوه نور ودانۍ ته ننوتي وو.

د هغو دوو برخليک جوت نه دى خو عمومآ په دغه ډول بريدونو کې بريدگر وژل کيږي.

د جولاى په مياشت کې د هرات امنيتي مسووليت نړيوالو ځواکونو افغان سرتيرو ته سپارلى و.

د چارشنبه په ورځ ولسمشر حامد کرزي په ترکيې کې يوې نړيوالې غونډې ته وويل تر هغو چې د ترهگرو ډلو پر ضد د سيمې په کچه همکاري پيدا نه شي په افغانستان کې سوله نه شي ټينگيدلى.

د استانبول په غونډه کې چې ٢٧ هيوادونو په کې برخه اخيستې وه له افغانستان سره د سيمې په همکارۍ او له لويه سره د افغانستان پر امنيت خبرې وشوې.

په يوې جلا پېښې کې د پنجشنبه په ورځ ( د نومبر ٣)د افغان چارواکو په وينا دوو توغول شويو توغنديو يو ماشوم په غزني کې وژلى دى.