د بن کانفرانس ته د مدني ټولنو استازي معلوم شول

بن ٢٠٠١
Image caption د بن لومړۍ غونډه د ٢٠٠١ کال د نومبر او دسمبر په مياشتو کې وشوه

د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ له څو میاشتنيو اختلافونو وروسته دغو بنسټونو د( ۱۵۰) کاندیدانو په منځ کې ۳۴ تنه د بن په دویم کنفرانس کې د ګډون لپاره وټاکل.

له دغو ۳۴ تنو څخه به یوازې دوه تنه د بن په غونډه کې ګډون کوي او پاتې نور به د دغې غونډې په حاشیوي غونډو کې برخه اخلي.

د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه وايي، دا ځل به د مخکنیو غونډو تجربو ته په کتو له یوه منظم پروګرام سره خپل وړانديزونه افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه مني، هسې، چې افغانان پرې نیوکې کوي دغه بنسټونه په تېرو لسو کلونو کې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ترڅنګ په فساد او د ژمنو په نه پلي کولو ښکېل ول.

دغه بنسټونه وايي، په تېرو لسو کلونو کې، د افغانستان د حالت د ښه والي لپاره تر لسو ډېرې نړیوالې غونډې جوړې شوي، چې پرېکړو او ژمنو يي عملي بڼه نه درلوده.

د مدني ټولنې بنسټونه وايي، دا ځل به له مخکو پلان شویو پروګرامونو سره په دغو غونډو کې برخه اخلي.

د مدني ټولنې بنسټونه وايي د بن د دویم کنفرانس په حاشیوي غونډو کې د ګډون لپاره ۳۴ تنه ټاکل شوي، چې له دوی څخه به یوازې دوه تنه د بن په غونډه کې برخه اخلي، پاتې نور به د دغې غونډې په حاشیوي غونډو کې برخه اخلي.

اصلي غونډه

د هاکا د خیریه بنسټ مشره سيلۍ غفار، له هغو دوو تنو څخه ده، چې د بن په اصلي غونډه کې ګډون کوي.

مېرمن غفار وايي، د مدني ټولنې بنسټونه، افغان حکومت او نړېواله ټولنه په تېرو لسو کلونو کې پخپلو پرېکړو او ژمنو کې پاتې راغلي دي.

" تر دې مهاله د افغانستان په اړه شا و خوا ۱۱ نړیوال کنفرانسونه جوړ شوي، چې مثبتې پایلې يې نه درلودې. د افغانستان د پرمختګ، بیارغونې او د بشري حقونو د ښه والي په برخه کې ډېرې ژمنې او ډېرې پرېکړې شوي دي، خو افغان دولت او مدني ټولنه پکې پاتې راغلل."

په افغانستان کې پرمدني ټولنو ډېرې نيوکې کیږي، چې ګواکې په نړېوالو غونډو کې ډېر ځله يې د هېواد په اړه سمبولیک رول لوبولی دی، خو آغلې غفار وايي، دوی هڅه کوي چې دا ځل سمبولیک نه، بلکې اغېزناکه رول ولوبوي.

ځانګړي وړاندیزونه

" زموږ فزیکي حضور اهمیت نه لري، موږ غواړو په دغه بهیرکې داسې برخه واخلو، چې هر هغه پرېکړې، چې کیږي، یا هم هغه دری مهمې موضوع ګانې، چې د افغانستان د راتلونکو لپاره د بحث لپاره ټاکل شوي، موږهم ورباندې نظر ورکړو. د همدې دریو مهمو موضوعاګونو لپاره چې د بن په غونډه کې به ورباندې بحث کیږي، ځانګړي وړاندیزونه لرو، خو دا چې زموږ وړاندېزونه څه دي، وخت له مخکې دی، ځکه د نومبر په ۲۹ به خپل پیغام برابروو."

په افغانستان کې د مدني ټولنې شا و خوا دوه سوه بنسټونه فعالیت کوي.

د مدني ټولنې د بنسټونو ۳۴ استازي، چې ټاکل شوي، د بن په دویمه غونډه کې برخه واخلي، ۱۶ تنه يي د افغانستان له اتو زونونو څخه ټاکل شوي او پاتې نور يي په کابل کې له اړونده سازمانونو او رسنيو څخه ټاکل شوي دي.

د بن دويمه غونډه به د جرمني د بن په ښار کې د روان ميلادي کال د دسمبر په پنځمه نېټه ترسره کيږي.